د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې ۱۳ټنه نشه یي توکي وسوځول شول


دننګرهار امنیې قومندانۍ له لوري هغه ۱۳ ټنه نشه یي توکي چې ډېره برخه یې هیروین او آپین وو، له قانوني مراحلو وروسته وسوځول شول.

د دې ولایت امنیه قومندان جنرال عبدالرحمن رحیمي وایي چې دا مخدره مواد یې ددې ولایت په بېلابېلو سیمو کې د جګړو،کمینونو او عملیاتونو پرمهال نیولي وو.

جنرال رحیمي زیاته کړه یاد مخدره مواد چې ډېره برخه یې په ولسوالیو کې د ملی پولیسو او سرحدي پولیسو له خوا نیول شوي وو، د مخدره موادو قاچاقبرو لویه اقتصادي زېرمه وه او دوی تر قانوني مراحلو وروسته وسوځول.

د امنیې قومندان زیاته کړه چې د دې موادو په تور یې ۳۳۶ مظنونان نیول شوي دي.

هغه زیاته کړه په نیول شوو قاچاق کوونکو کې هم لوی قاچاق کوونکي شامل دي او هم واړه قاچاق کوونکي.

امنیې قومندان وویل دوی ۱۶ ټنه نور مخدره مواد د قومندانۍ په زېرمه کې د قانوني مراحلو ترسره کولو لپاره تیار کړي چې په نږدې راتلونکي کې به یې وسوځوي.

دهغه پر وینا د یادو مخدره موادو نیول دا ښيي چې ددې ولایت پولیس د مخدره موادو پر وړاندې کلکه مبارزه کوي.

په ننګرهار کې هر کال ټنونه مخدره مواد چې د کال په اوږدو کې د پولیسو له خوا نیول شوي وي، د رسنیو پر وړاندې سوځول کېږي.

په ننګرهار کې ۱۳ ټنه نشه یي توکي وسوځول شول
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:25 0:00

XS
SM
MD
LG