د لاس رسي وړ اتصالات

امریکاغږ په جلال آباد کې د مخدره موادو مخنیوي ورکشاپ جوړ کړ


د ننګرهار والي ګلاب منګل وایي چې تېر کال په دې ولایت کې کوکنار په لوړه کچه کرل شوي وو خو سږکال یې تر کر وړاندې مخنیوی کړی.

د ننګرهار والي چې د یکشنبې په ورځ جلال آباد کې دامریکا غږ له خوا د مخدره موادو مخنیوي تر سرلیک لاندې د عامه پوهاوي یو ورکشاپ کې ګډونوالو ته خبرې کولې وویل چې سږکال یې د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د کوکنارو کرکېلي مخنیوي لپاره اقدامات کړي.

ننګرهار والي وایي چې لسګونه کروندګر یې ځکه بندیان کړي چې غوښتل یې پر خپلو ځمکو کوکنار وکري.

دی وایي د امریکاغږ رسنیزه مبارزه د مخدره موادو د استعمال او د کوکنارو کرکېلي مخنیوي کولو کې رول لرلی شي او په دې ولایت کې یې د عامه پوهاوي ورته غونډې ډېرې اغېزناکې وبللی.

په دې یو ورځني ورکشاپ کې د ننګرهار ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمري بیا پر دولت نیوکې لرلې چې په یاد ولایت کې یې د کوکنارو او نورو مخدره موادو سم مخنیوی نه دی کړی.

زمري وویل چې اوس هم د ننګرهار په ډېرو سیمو کې کوکنار کرل کېږي او د مخدره موادو قاچاق په پرېمانه کچه ترسره کېږي چې مخنیوی یې په سمه توګه نه دی شوی.

د ننګرهار کرنې او مالدارۍ رئیس، پوهنمل رفیع الله رحیمزي له ورکشاپ څخه په ګټې اخیستنې له ګډونوالو کروندګرو وغوښتل چې د کوکنارو کرکېلي مخنیوي کې دې ورسره مرستې وکړي.

د کرنې رئیس د کروندګرو ژوند ښه کېدو لپاره له نړیوالو مرستندویه ادارو د مرستو غوښتنه هم وکړه.

په دې یوورځني ورکشاپ کې چې لسګونه تنو له بېلابېلو برخو ګډون درلود ډېره برخه یې کروندګر،ښځې او د مخدره موادو روږدي کسان و.

د ورکشاپ په پای کې د چارواکو او ګډونوالو ترمنځ پوښتنې او ځوابونه هم ترسره شول چې ډېرې پوښتنې یې په ننګرهار کې د مخدره موادو پر وړاندې پر بې اغېزې مبارې څرخېدلې.

په یاد یو ورځني ورکشاپ کې د بېلابېلو سیمه ییزو،ملي او نړیوالو رسنیو استازو هم برخه لرله چې د امریکاغږ له لوري جوړ شوی د عامه پوهاوي ورکشاپ یې کم ساری او اغېزناک وباله.

سږنی کالننګرهار کې څوارلس زره هکټاره ځمکه کې د کوکنارو کر شوی وو چې د تېر کال په پرتله ۴۶ سلنه زیات شوی. اوس مهال دغه ولایت کې تر ۱۲۰ زره کسان پر نشه يي توکو معتاد دي.

XS
SM
MD
LG