د لاس رسي وړ اتصالات

د بشرحقونو اداره: په مخدراتو روږدو مېرمنو لپاره کار د ژغورنې ښه لار ده


په ختیځ کې د بشر حقونو خپلواکې ادارې سیمه ییز دفتر مشره صبرینا حمیدي وایي چې له مخدره موادو څخه د مېرمنو ژغورنې ښه لار دوی ته کاري آسانتیاوې پیدا کول دي.

مېرمن حمیدي وویل چې د دوی د یوې سروې له مخې په ننګرهار کې نږدې ۳۰۰ مېرمنې پر مخدره موادو روږدې دي.

هغه وایي پر مخدره موادو د مېرمنو روږدېدو لامل د دوی د نارینه وو له لوري اړ ایستل، اقتصادي کمزورتیا او په لرې پرتو سیمو کې د مخدره موادو کرکېله ده.

مېرمن حمیدي وویل چې ښځو ته د کار پیدا کول ددې لامل کېږي چې یا مخدره موادو ته مخه ونه کړي او یا له مخدره موادو څخه خوندي پاتې شي.

دې وویل هغه کورنۍ چې نارینه یې پر مخدره موادو روږدي دي اکثره مېرمنې یې هم پر مخدره موادو روږدي شوي دي.

دا وایي چې د مخدره موادو کارونکي او کروندګر معتادین خپلې مېرمنې هم د مخدره موادو کارولو ته اړ باسي.

ددې پر وینا کورنی تاوتریخوالی هم پر مخدره موادو باندې د مېرمنو د روږدېدو یو سترلامل دی چې د خفګان له منځه وړلو لپاره مخدره مواد کاروي.

پر مخدره موادو روږدو مېرمنو ژغورل
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:10 0:00

هغه وایي دوی د نورو دولتي ادارو سره په همغږۍ مرسته کوي چې مېرمنې له مخدره موادو کارولو څخه خوندي وساتي او هغه شمېر مېرمنې چې مخدره مواد کاروي، هغه ترې وژغوري.

دوی پر مخدره موادو د مېرمنو روږدېدل اندېښمنونکی ګڼي.

تر دې وړاندې د ننګرهار د ښځو چارو ریاست ویلي وو چې دوی د نورو دولتي ادارو ترڅنګ د مخدره موادو پر وړاندې مبارزه کوي او د مېرمنو د روږدېدو مخنیوی کوي.

XS
SM
MD
LG