د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهاري کروندګر: د بدیل کښت نه شتون د کوکنارو کرلو ته هڅولي


په ننګرهار کې کروندګر وایي چې د کوکنارو مخنیوي بدیله لاره ورته نه ده ښودل شوې نو ځکه یې کوکنارو کرلو ته مخه کړې.

دوی وایي دولت د کوکنارو داسې بدیل ورته نه دی وړاندې کړی چې د کوکنارو ځای ناستی اوسي او د کرکېلې مخنیوی وکړي.

دوی وایي د عادی کښتونو لکه غنم او سبزیجاتو کرل د کوکنارو پر وړاندې ډېره عادي لاسته راوړنه لري او دوی ځکه د کوکنارو کرلو ته مخه کړې.

ننګرهاري کروندګر وایي که دولت دوی ته د کوکنارو کرکېلې مخنیوي لپاره ښه بدیل دبېلګې په توګه زعفران ورکړي نو اړ دي چې کوکنار ونه کري.

دوی داراز وایي چې په سیمه کې د دولت مخالفو وسله والو په ځانګړې توګه وسله والو طالبانو د کوکنارو کرکېلې مخنیوی نه کوي.

دوی وایي وسله وال طالبان هم له دوی د کوکنارو عشر اخلي نو ځکه یې د کرکېلې مخنیوی نه کوي.

د بدیل کښت نه شتون، ننګرهاري کروندګر د کوکنارو کرلو ته هڅولي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:26 0:00

د ننګرهاریو کروندګرو پر وینا د دوی سیمو کې دولت حاکمیت نه لري او د دولت مخالف وسله وال یې مخنیو نه کوي نو ځکه په ډاډه زړه پر خپلو ځمکو کوکنار کري.

دا ویډیو د ننګرهار سره رود ولسوالۍ کې د کوکنارو له یوې کروندې اخیستل شوې او کروندګر په کې کتل کېږي چې خپل کرل شوي کوکنار خیشاوه کوي .

دوی وایي له شاوخوا لسو کالو راهیسې په خپلو ځمکو کې کوکنار کري خو تر اوسه یې چا مخنیوی نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG