د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې پر ۱۵۰۰ هکټاره ځمکه کرل شوي کوکنار اړول شوي


په ننګرهار کې د مخدره موادو سره د مبارزې ریاست وایي چې په دې ولایت کې یې پر ۱۵زره هکټاره ځمکه د کرل شویو کوکنارو اړولو کمپاین پیل کړی دی.

د یادې ادارې مشر ادریس ساپی وایي چې سږکال د ننګرهار په ۱۴ ولسوالیو کې کوکنار کرل شوي دي.

دی وایي دوی د ثور میاشتې تر ۲۰ نېټې پورې د کوکنارو له منځه وړلو یو کمپاین پیل کړی چې په چټکۍ سره روان دی.

هغه وویل دوی تر اوسه په اوو ولسوالیو کې کوکنارو له منځه وړل پیل کړي او تر ننه یې پر ۱۵سوه جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه وړي.

هغه وایي دوی په یوشمېر لرې پرتو ولسوالیو کې کمپاین نه شي ترسره کولی .

هغه د حصارک او شېرزادو ولسوالۍ د بېلګې په توګه یادې کړې چې سږکال په کې د کوکنارو پرضد کمپاین ترسره کولی نه شي.

په ننګرهار کې د مخدره موادو پروړاندې د مبارزې رئیس وایي دوی هممهاله په ټول ولایت کې کمپاینونه ترسره کولی نه شي خو له یادوو اوو ولسوالیو څخه وروسته به یوشمېر نورو ولسوالیو کې هم کرل شوي کوکنار له منځه یوسي.

هغه وویل چې دوی د کوکنارو له منځه وړلو کې جدي دي او غواړي ټاکلی هدف ترلاسه کړي.

په ننګرهار کې پر پنځلس سوه هکټاره ځمکه کرل شوي کوکنار اړول شوِي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:55 0:00

ساپی وایي دوی د کوکنارو کرلو په پیل کې هم پر ۴زره جریبه ځمکه تازه کرل شوي کوکنار اړولي وو خو بیاهم په یوشمېر سیمو کې کوکنار کرل شوي .

هغه وویل تر اوسه یې دقیق ارقام نه دي ټول کړي چې سږکال په دې ولایت کې پر څومره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي؟

ده زیاته کړه چې تېرکال په ننګرهار کې پر ۱۸زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو.

XS
SM
MD
LG