د جلال آباد ښار اوسېدونکي وایي چې پر مخدره موادو روږدي کسان ورځ تربلې دې ښار کې ډېرېږي ادو دوی ته یې د راتلونکې اندېښنې راولاړې کړي.
دوی پر اړونده ادارو نیوکې کوي چې د مخدره موادو روږدو کمولو او د مخدره موادو کارولو پر ضد یې هیڅ کار نه دی کړی.
دوی له دولته په تېره له اړونده ادارو غوښتنه کوي چې د مخدره موادو کارولو مخنیوی وکړي او پرې د ځوانانو روږدېدو مخه ونیسي.
دوی وایي چې د ښار پر لویو واټونو او کوڅو د روږدو کسانو شتوالی ښاریانو ته ذهني نارامتیا رامنځته کړې او د دوی د ګرځېدو پر وړاندې یې ستونزې راپیدا کړي.
ښاریان وایي چې روږدي اکثره ځوانان دي او دوی یې په لیدلو د هغوی خرابې راتلونکې ته اندېښمن دي.