د ننګرهار امنیې قومندان جنرال غلام سنایی ستانکزی وایي چې په دې ولایت کې یې د مخدره موادو واړه پلورونکي نیولي دي.
هغه وایي د مخدره موادو پلورونکو پر ضد یې فعالیت پیل کړی او لسګونه تنه یې نیولي چې عدلي او قضایي ارګانونو ته یې سپارلي دي.
امنیه قومندان وایي چې د یوشمېر نورو د نیولو لپاره یې ځانګړي پلانونه جوړ کړي چې په لویه کچه هم یوشمېر د مخدره موادو پلورونکي ونیسي.
د ننګرهار امنیې قومندان وویل چې دوی د مخدره موادو روږدي د درملنې لپاره ځانګړي روغتون ته لېږدوي خو په روغتون کې د لږ ظرفیت له امله ټول روږدي پر یومهال نه شي ساتلی.
دی نه څرګندوي چې د مخدره موادو واړه پلورونکي یې په کوم شمېر او چېرته نیولي ؟
که څه هم د ننګرهار امنیې قومندان د مخدره موادو کاروونکو لپاره د روغتیایي آسانتیاوو خبره کوي خو په جلال آباد ښار کې پر مخدره موادو د روږدو کسانو شمېر ورځ تر بلې ډېرېدونکی دی.