د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل له کارته نو نه دوه سوه معتادین روغتون ته ولیږدول شول


په کابل ښار کې د معتادینو د راټولو د پروګرام په لړ کې افغان حکومت د دوشنبې په ورځ د دغه ښار د کارته نو د سیمې له لومړي سړک او د نادرخان غونډۍ له شاوخوا دوه سوه معتادین راټول او د درملنې لپاره یې د امید روغتیايي مرکز ته انتقال کړل.

چارواکي وايي، چې دا شمیر معتادین له کومې سرپناه پرته د نادرخان په غونډۍ کې دیره وو او د سیمې اوسیدونکو ته یې ستونزې جوړولې، نو له همدې امله یې راټول کړل او په امید مرکز کې به یې له شاوخوا دوه میاشتې درملنې وروسته، بیرته خپلو کورنیو ته سالم وسپاري.

د چارواکو پر وینا په روان ژمي کې د معتادینو د راټولولو دا شپږمه جوپه ده، چې په هره جوپه کې تر دوه سوه معتادین د کابل ښار له مختلفو سیمو څخه راتول او د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونه ته بیول شوي دي.

د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت وايي، چې دوی هره اونۍ دغه شمیر معتادین له کابل ښار څخه تولوي.

د وزارت د چارواکو پر وینا د درملنې ظرفیت ته په کتو په هره جوپه کې یې له دوه سوو څخه نیولې تر دوه نیم سوه معتادین راټول کړي او دا لړۍ به د روان کال تر پایه دوام ومومي.

د دغه وزارت د شمیرو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۳ میلیونه وګړي پر مخدراتو روږدي دي، چې له دې شمیرې څه باندې سل زره یې په کابل کې ژوند کوي او تر ۳ زره یې له خپلو کورنو بهر تر پلونو لاندې، غونډیو، لوبغالو او د سړکونو په غاړه ژوند کوي.

د نادرخان له غونډۍ څخه د معتادینو د راټولولو بهیر په لاندې ویډیو کې چې د امریکا غږ خبریال ممتاز بهیر چمتو کړې لیدلی شئ‪.

د کابل له کارته نو نه دوه سوه معتادین روغتون ته ولیږدول شول
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:48 0:00

XS
SM
MD
LG