د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار: د ډیورنډ پر کرښه د قاچاق د مخنیوي لپاره هڅې


په ننګرهار کې سرحدي ځواکونه وايي، چې د ډیورنډ په کرښه یې په هغو ځایونو کې د مخدره موادو د قاچاقبرو د قاچاق مخه ډب کړې ده چې له مختلفو لارو نه یې د کرښې هاغې غاړې ته نشه يي توکي قاچاق کول.

په ختیځ کې د سرحدي ځواکونو ویاند ادریس مومند وایي چې د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې یې د همدغو هڅو له برکته تر ډېره د مخدره موادو قاچاقبرو مخه ډب کړې ده.

هغه وایي اکثره هغه لارې یې نیولې چې قاچاقبرو به له هغو لارو مخدره مواد لېږدول رالېږدول.

دده پر وینا د لاډېرې مبارزې پر وړاندې مخې ته خنډونه شته خو دوی یې د له منځه وړلو په تکل کې دي.

دی وایي چې د تېر یو کال راهیسې یې یو ټن مخدره مواد نیولي چې بېلابېل ډولونه په کې شامل دي.

دده پر وینا د دې مخدره موادو په تور یې ۹ تنه قاچاق وړونکي او تر شلو ډېرې موټر یې هم نیولي دی.

د ډیورنډ پر کرښه د قاچاق د مخنیوي لپاره هڅې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:17 0:00

XS
SM
MD
LG