د لاس رسي وړ اتصالات

ملک اکبر: سږکال د هر معتاد لپاره یو نیالګی کینوم


د کابل ښار اوسیدونکی ملک اکبر، چې په تیرو پنځو کلونو کې یې زرګونه نیالګي کینولي دي وايي، سږکال یې د نیالګیو کینولو لړۍ د "هر معتاد لپاره یو نیالګي" په شعار سره پیل کړې ده.

ملک اکبر چې له نیالګیو، بیل او کُلنګ سره د کابل حضوري چمن ته راغلی وو، د دغه چمن په هغه برخه کې یې نیالګي کینول، چې په کې لسګونه معتادین د مخدره موادو په کارولو بوخت وو.

د هغه پر وینا، حضوري چمن د ورزش ځای دی او د مخدره موادو د معتادینو په نوم یې د نیالګیو کینولو دغه لړۍ، له حضوري چمن څخه ځکه پیل کړه، چې په مخدراتو روږدي کسان له نشو لاس واخلي او دغه سیمه پریږدي.

ملک اکبر وايي، په تیرو پنځو کلونو کې یې په کابل، لوګر او ننګرهار ولایتونو کې په خپل شخصي لګښت او د یو شمیر ملګرو په مرسته زرګونه نیالګي کینولي، خو په روان نوي کال کې یې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې او له مخدراتو څخه د ژغورنې په نیت د نیالګیو کینولو ته ملا تړلې ده.

نور حال په لاندې ویډیو کې، چې د امریکا غږ خبریال ممتاز بهیر چمتو کړې، لیدلی شئ.

سږکال ملک اکبر د هر معتاد لپاره یو نیالګی کینوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:47 0:00

XS
SM
MD
LG