د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیا سفیر: افغانستان کې د کوکنارو بې‌ساری کر د اندیښنې وړ دی


په افغانستان کې د بریتانیا سفیر وايي، چې تیر کال په دغه هیواد کې په بې‌ساري ډول د کوکنارو د کر زیاتوالی د اندیښنې وړ دی.

د بریتانیا سفیر نیکولاس کي له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې په افغانستان کې د مخدره مواد پراخ کاروبار نه یوازې طالبان او نورې تروریستي ډلې تمویلوي، بلکې د هغو مافیايي کړیو په تمویلولو کې هم اغیزمن رول لري، چې په افغانستان کې د قانون حاکمیت او ښې حکومتوالۍ ته لیوالتیا نه لري.

ښاغلي نیکولاس کي وویل "دا یوه لویه جدي ستونزه ده، موږ ټول په دې پوهیږو چې دا ستونزه د نږدې دوو لسیزو په تیریدلو سره لا هم په جدیت سره په خپل ځای پاتې ده او دا ډیره مهمه ده، چې موږ یې پر وړاندې هغه راز چې اړتیا ده مبارزه وکړو".

د بریتانیا سفیر زیاته کړه، چې هیواد یې په افغانستان کې د مخدره موادو د مخنیوي لپاره د پولیسو او عدلي او قضايي بنسټونو د پیاوړتیا په برخه کې له افغان دولت سره فعاله همکاري لري، ترڅو د مخدراتو په کاروبار کې ښکیل کسان د قانون منګلو ته وسپاري.

همداشان ښاغلي نیکولاس کي وویل، چې د کوکنارو پر ځای د نورو کرنیزو توکو د کرلو لپاره، بریتانیا د افغانستان د کرنې په سکتور کې له افغان بزګرانو سره د معیشت بدیل د پروګرامونو له لارې ملاتړ کوي.

د بریتانیا سفیر په افغانستان کې د سولې ټینګښت او د قانون حاکمیت د مخدره موادو پر ضد د اغیزمنې مبارزې لپاره مهم وګڼل او وې ویل، چې له افغانستان څخه به هغه مهال د مخدراتو ټغر ټول شي، چې لومړی په دغه هیواد کې سوله، ثبات او د قانون حاکمیت رامنځ ته شي.

د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت د شمیرو له مخې، تیر لمریز کال په دغه هیواد کې په ۳۲۸ زره هکتاره ځمکو باندې کوکنار وکرل شول، چې ۹ زره ټُنه اپین حاصل ترې واخیستل شو.

دغه شمیرې ښيي، چې د وړم کال په پرتله تیرکال د کوکنارو په کر کې ۶۳ او د اپینو په تولید کې ۸۷ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

XS
SM
MD
LG