د لاس رسي وړ اتصالات

یو افغان په امریکا کې "د انسانانو په قاچاق" تورن شو


په واشنگټن ډي سي کې د امریکا د عدلیې وزارت
په واشنگټن ډي سي کې د امریکا د عدلیې وزارت

د امریکا د عدلیې وزارت د افغانستان یو اوسیدونکی د انسانانو د قاچاق کولو په هڅې تورن کړی دی.

٣٢ کلن مجیب رحمان سیفي چې د ٢٠٠٩ کال راهیسې تر اوسه په امریکا کې ژوند کوي پدې تورن شوی دی چې هڅې کړې دوه تنه له افغانستان څخه په غیر قانوني توگه امریکا ته راولي.

په هغه اعلامیه کې چې د امریکا د عدلیې وزارت خپره کړې راغلي دي چې ښاغلی سیفي پخوا په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو سره ترجمان و او د (SIV) په نامه د ځانگړې ویزې له لارې امریکا ته راغلی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې دغه افغان د ٢٠١٦ کال د جولای او د ٢٠١٧ کال د جنورۍ میاشتې ترمنځ په پاکستان او افغانستان کې د انساني قاچاق د یوې شبکې له غړو سره په تماس کې و چې وکړای شي د افغانستان دوه اوسیدونکي په غیر قانوني توگه امریکا ته انتقال کړي.

د اعلامیې په بنسټ دغو کسانو امریکا ته د داخلیدو اجازه نه درلودله او امریکا ته د راتگ لپاره د یو تن د ویزې درخواست دمخه رد شوی و.

ددغو په هکله اوسمهال پلټنې روانې دي.

د امریکا د عدلیې وزارت ویلي دي چې تر اوسه ښاغلی سیفي یواځې په رسمي توگه تورن شوی دی او لا جرم ندی ثابت شوی.

XS
SM
MD
LG