د لاس رسي وړ اتصالات

لومړنۍ برېښنايي تذکره ولسمشر غني اخلي-آریوبي


د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایې چې دوي په راتلونکې اونۍ کې د برېښنايي تذکرو ویشلو ته چمتو دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر، شهزاد خان آریوبي د امریکا غږ آشنا ټلویزیون سره په مرکې کې وویل چې غواړي په راتلونکې اونۍ کې د تذکرو ویشل پیل کړي.

ښاغلي اریوبي وویل:"غواړو چې رئیس جمهور ته لومړنۍ تذکره ورکړو."

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر په داسې حال کې د نویو تذکرو د وېشل کېدو خبر ورکوي چې د افغانستان د ملي شورا ګډ کمېسیون د وګړو د ثبت او احوالو د قانون په ۶مه ماده کې د اسلام او افغان کلمو اضافه کول تأیيد کړل.

په برېښنايي تذکرو کې د افغان او اسلام د کلمو د لیکلو په تأیيد سره د ولسي جرګې او جمهوري ریاست ترمنځ د اوږدې مودې لانجه پای ته ورسېدله.

د برېښنايي تذکرو، د موبایل له کاروونکو څخه د مالیې پر اخېستلو او د غیرقانوني سیم کارتونو د ټولولو په اړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر خبرې دلته اورېدلئ شئ.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزیر سره مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:08:03 0:00

XS
SM
MD
LG