د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان ملي امنیت سلاکار هند ته تللی


ښاغلی محب د ملي امنیت د سلاکار په توګه د ټاکلو وروسته په لومړي ځل هند ته تللی دی.
ښاغلی محب د ملي امنیت د سلاکار په توګه د ټاکلو وروسته په لومړي ځل هند ته تللی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، چې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب نن د پنجشنبې په ورځ (مرغومې ۱۳ مه) د هند د ملي امنیت د سلاکار په بلنه دغه هیواد ته تللی دی.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند طارق ارین امریکا غږ اشنا راډیو سره په خبرو کې د دغه سفر هدف د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پراخیدل وښودل.

د ملي امنیت شورا په یوه لنډه اعلامیه کې د دغه سفر په اړه ویلي، چې ښاغلي محب د خپل هندي سیال اجیت ډول په رسمي بلنه هندوستان ته سفر کړی دی.

حمدالله محب،د وږي په لومړیو ورځو کې د محمد حنیف اتمر له استعفی وروسته دافغانستان د ملي امنیت د سلاکار په توګه ټاکل شوی، هند ته یې دا لومړنی سفر دی.

افغانستان د ۱۳۹۰ کال د تلې په میاشت کې د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د حکومت په دوره کې د هندوستان سره د ستراتژیکي همکاریو یو تړون لاسلیک کړی دی.

هند د افغان حکومت سره د امنیتي همکاریو سربیره هرکال په سلګونو افغان ځوانانو ته تحصیلي بورسونه هم ورکوي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار په داسې حال کې هند ته سفر کړی، چې د نوي کال د رخصتیو وروسته د امریکا، سعودي عربستان، پاکستان ، متحده عربي اماراتو او طالبانو د استازو ترمنځ د سعودي عربستان د جدې په ښار کې د یوې غونډې د جوړیدو خبرونه ورکړل شوي دي.

د افغانستان د سولي عالي شورا د دارالانشا رئیس او د سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع د رامنځ ته کولو لپاره د جمهور رئیس محمد اشرف غني ځانګړي استازي د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې افغان حکومت به تر هغې، چې د جدې په غونډه کې طالبانو سره د مخامخ خبرو په برخه کې کوټلي ضمانتونه ترلاسه نه کړي، سعودي عربستان ته د دغې غونډې د جوړیدو پر مهال خپل استازي وانستوي.

په ورته وخت کې ښاغلي محب هند ته د روانیدو یوه ورځ وړاندې په کابل کې د افغانستان د دفاع د سرپرست وزیر اسدالله خالد سره په یوه کتنه کې هغه سره د نورو مسلو سربیره په افغانستان کې د یو احتمالي اوربند د ټینګیدو په مسله هم خبرې کړي دي.

د ملي امنیت شورا په یوه اعلامیه کې ویلي " دې لیدنه کې پر بېلا بېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ظرفیت لوړوالي، د هوايي او ځمکنیو قواوو غوره تجهیز او تمویل او د احتمالي اوربند سربېره مختلفو نورو سناریو ته پر چمتووالي بحث وشو".

افغان حکومت او طالبانو د روان لمریز کال د غبرګولي د ۲۵ مې څخه تر ۲۷ مې ورځې پورې د کوچني اختر له امله په اوربند موافقه کړې وه.

که څه هم افغان حکومت د لوی اختر په ورځو کې هم د اوربند د ټینګیدو هڅه وکړه، خو طالبانو د اوربند د ټینګیدو سره موافقه ونه کړه او اوربند ټینګ نشو.

افغانستان کې د پخلاینې لپاره د امریکا د حکومت ځانګړې استازي زلمي خلیلزاد هم دا منلې، چې له طالبانو سره په خبرو کې یې د دغې ډلې له استازو څخه د دریو میاشتو د اوربند د ټینګیدو غوښتنه کړې ده.

طالبانو لا دغې غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.

XS
SM
MD
LG