د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: د پیټریس په غوښتنه افغانستان ته ٢ زره نور عسکر لیږو


ناټو: د پیټریس په غوښتنه افغانستان ته ٢ زره نور عسکر لیږو
ناټو: د پیټریس په غوښتنه افغانستان ته ٢ زره نور عسکر لیږو

د ناټو چارواکي وايي چې داېتلاف دوه زره نور عسکر به ښايي افغانستان ته د نړېوالو قواو دقوماندان جنرال ډېوېډ پېټرېېس په غوښتنه باندی ولېږل شی.

که چېرې دهغه داغوښتنه منظؤر شی نو اضافې قواوی به له هغو ١۴٠ زره قواوسره په افغانستان کې یو ځای شی چې همدا اوس په دې هېواد کې پرتی دی.

په بروکسل کې دناټو یوه چارواکی چې نوم ېې نه دی ښودلی وېلی دی چې داخبره معلومه نده چې د ناټو په ٢٨ غړېو هېوادونو کې به کوم هېواد نوي عسکر افغانستان ته ولېږی.

هغه ووېل چې په دغه موضو ع باندی لا تر اوسه پورې بحث روان دی.

دغه چارواکی وېلی دی چې په دغو قواو کې به نیمایي برخه دافغانستان دقواو لپاره نظآمی ښووونکی وی.

XS
SM
MD
LG