د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو وايي د کال تر اخره به کندهار له طالبانو پاک کړي


People crowd Saint Peter's Square to await the sight of smoke from the chimney above the Sistine Chapel, March 12, 2013.
People crowd Saint Peter's Square to await the sight of smoke from the chimney above the Sistine Chapel, March 12, 2013.

دناټو یولوړ رتبه قوماندان وايي، ډیر امکان شته چې افغان او بین المللی عسکر به دنومبر دمیاشتی تراخرپوری دکندهار ښار له طالبانو نه پاک کړی.

دبریتانی تورن جنرال نیک کارټر د ویډوئې کنفرانس له لاری خبریالانوته وویل، څه دپاسه لس زره افغان عسکرو او پنځه زره افغان پولیسوهدف به چې دائتلاف دپنځلس زره کسیزی قوا ملاتړبه ورسره وی، له دونه تردرو راتلونکو میاشتو پوری دکندهار په ښار اوشاوخوا تقریبآ رزتنه افراطیان و.

کارټر وویل، اصلی ټینگار به دنمبر یو لوی لارې چې ډیره مهمه ده، په شاوخوا ولسوالیوباندی وی چې هلته طالبان تریوی اندازی پوری آزاد عملیات کوی.

بریتانوی قوماندان پرون دسه شنبی په ورځ وویل، ددغو عملیاتو کامیابی دافغان حکومت داوږدی مودی دامنیت او دحکومتداری دقابلیت پوری تړلی ده .

جنرال کارټر وویل، ناټو قواوی غواړی چې دراتلونکو شپږونه تر نهو میاشتوپوری دکندهار ښارته دبریښنا رسول دوه برابره کړی چې پدی وروستیو میاشتو کې هلته په سلگونو تجارتخانی تړل شویدی.

XS
SM
MD
LG