د لاس رسي وړ اتصالات

ستانکزی په بروکسل کې د هوايي ځواک مرسته غواړي


ټاکل شوې چې د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر سبا د ناټو په غونډې کې د افغانستان د روانو امنیتي حالاتو په اړه خبرې وکړي.
ټاکل شوې چې د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر سبا د ناټو په غونډې کې د افغانستان د روانو امنیتي حالاتو په اړه خبرې وکړي.

د ناټو دفاعي چارواکي په بروکسل کې راټول شوي چې د اوکراین٬ منځني ختیځ او افغانستان د امنیتي حالاتو په هکله خبرې وکړي.

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست٬ معصوم ستانکزی بلجیم ته تللی چې د افغانستان د روانو امنیتي حالاتو په اړه د ناټو له چارواکو سره خبرې وکړي.

ټاکل شوې چې ښاغلی ستانکزی به د پنجشنبې په ورځ د ناټو دفاعي چارواکو ته وینا وکړي.

نوموړی به د ناټو چارواکو ته د افغانستان د روانو امنیتي حالاتو په اړه پر معلوماتو ورکولو سربېره د خپلو وسله والو مخالفینو سره په جګړې کې د افغان پوځ پراړتیاوو هم خبرې وکړي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري د امریکا غږ اشنا ته وویل چې ښاغلی ستانګزی به په ځانګړي ډول د افغان هوايي ځواک د تجهیز او سمالښت په برخو کې له ناټو د مرستې غوښتنه وکړي.

هغه وویل "سرپرست وزیر به له ناټو ځواکونو څخه وغواړي چې د افغان ځواکونو په پیاوړتیا او په ځانګړي ډول د هوايي ځواک په تجهیز او سنبالولو کې همکاري وکړي."

د سولې سفیر، د جنګ وزیر

ټاکل شوې وه چې د ولمسشر دویم مرستیال، ښاغلی ستانګزی د باور د رایې اخیستلو لپاره د دوشنبې په ورځ پارلمان ته ور وپېژني، خو پر پارلمان ډله اییز ځانمرګو بریدونو د دغه کار مخه ونیوله.

معصوم ستانګزی وړاندې د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا مشر و چې له طالب چارواکو سره په مستقیمو او غیر مستقیو خبرو کې هم ښکیل و.

دی د سولې د عالي شورا پر پخواني وژل شوي مشر برهان الدین رباني باندې په ځانمرګي کې برید ژوبل شوی هم و.

ښاغلي ستانګزي د افغانستان د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزیر او د پخواني ولسمشر کرزي مشاور هم و.

په افغانستان کې د ناټو د جنګي ماموریت له ختمېدو او افغان پوځ ته د امنیتي چارو له سپارلو وروسته، اوس تر بل هر وخت ډېره د دغه هېواد د هوايي ځواک د تجهیز او سنبالولو اړتیا لیدل کیږي.

ښايي د ناټو د غوندې اصلي اجنډاوې په اوکراین کې د روسیې د مداخلې په اړه د اروپايي هېوادونو د رول د زیاتوالي او اسلامي دولت پر ضد د روان کمپاین په اړه خبرې اترې وې، خو په افغانستان کې د ناټو پراخ ماموریت ته په کتو به په دې اړه هم خبرې اترې وشي.

ناټو اوس په افغانستان کې د قاطع ملاتړ په نامه ماموریت لري چې د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ کې پیل شوی او تر ۲۰۱۶ کال پورې به روان وي چې دنده یې تر ډېره افغان ځواکونو ته مشورې ورکول دي.

د ناټو عمومي منشي ینز ستولنبرګ تېره میاشت په ترکیې کې د دغه سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې په افغانستان کې خپل ماموریت بریالی او له لاس ته راوړنو ډګ وباله او له افغانستان سره یې د خپلو مرستو د دوام ژمنه هم وکړه.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG