د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له کبله د مړو شمېر ۱۸۹ کسانو ته ورسېد

د افغانستان په څو ولایتونو کې د سیلابونو له امله، چې د حمل له شپږمې نېټې راهیسې دوام لري، د مړو شمېر ۱۸۹ کسانو ته رسېدلی او لږ تر لږه ۲۵۳ نور د سیلابونو، د کورونو د نړېدو او د ځمکې د ښویېدو له امله ټپیان شوي دي.

د طالبانو د حکومت د پېښو پر وړاندې د مبارزې د ملي ادارې ویاند، محمد یوسف حماد، نن دوشنبې (اپریل۱۳) د ایکس په ټولنیزې شبکې کې په یوه پیغام کې لیکلي چې په تېرو څه باندې دوو اوونیو کې د استوکنې تر ۱۳۰۰ ډېر کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ۵۸۴۶ نور کورونه نسبي زیانمن شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې وروستیو سیلابونو شاوخوا ۲۰ ولایتونو کې له ۳۷۰ کیلومترو ډېر سړکونه هم ویجاړ کړي، چې له امله یې د سیلاب ځپلو ګڼو کلیو سره اړیکې پرې شوې دي.

یادې ادارې همدارنګه ویلي چې په دغو سیلابونو کې نږدې ۲۱۴۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه له منځه تللي او ۳۵۲ د اوبو څاه‌ګانې او د څښاک د اوبو شبکې ویجاړې یا زیانمنې شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې سیلابونه، چې د اوبو څاه‌ګانې ویجاړوي او د څښاک اوبه ککړوي، د ساري ناروغیو د خپرېدو خطر زیاتوي، ځکه دا ناروغۍ د ککړو اوبو له لارې انسانانو ته انتفالیږي.

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (یو اېن–هبیتات) په افغانستان کې ویلي چې د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ راهیسې تر اوسه نږدې ۱۴۰۰۰ کسان د سیلابونو له امله اغېزمن شوي دي.

دې ادارې د دوشنبې په ورځ (د اپرېل ۱۳مه) راپور ورکړی چې وروستي سیلابونه په افغانستان کې د سیلابونو پر وړاندې د مقاومو زیربناوو جدي اړتیا په ګوته کوي.

افغانستان هر کال د پسرلي په موسم کې د بارانونو او سیلابونو شاهد وي، خو په وروستیو کلونو کې د اقلیم بدلونونو له امله دا سیلابونه لا ډېر ویجاړونکي شوي او د زیاتو تلفاتو او مالي زیانونو سبب ګرځېدلي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG