د لاس رسي وړ اتصالات

طبیعي پېښو، ایران ته د ولسمشر غني سفر وځنډوه


ولسمشر غني په وروستیو واورو او ورښتونو کې د ۲۸۶ افغانانو مړینه، انساني ناورین وباله.
ولسمشر غني په وروستیو واورو او ورښتونو کې د ۲۸۶ افغانانو مړینه، انساني ناورین وباله.

ولسمشر محمد اشرف غني په هېواد کې په وروستیو واورو او ورښتونو کې د اوښتي مالي او ځاني زیانونو له کبله ایران ته خپل سفر وځنډوه.

ښاغلي غني د شنبې په ماښام ولس ته په یوې تلویزوني وینا کې د بارانونو او واورو له کبله د ۲۸۶ کسانو مړه کېدل، یو انساني ناورین وباله.

ولسمشر وویل چې د همدغه ویر له کبله یې ایران ته خپل پلان شوی سفر د اوس لپاره وځنډوه، خو له خپل ایراني انډول نه یې مننه وکړه چې د سفر بلنه یې ورکړې ده.

ده وویل " غواړم په داسې یو سخت حالت کې د خپل ولس ترڅنګ واوسم "

د جمهوري ریاست د مطبوعاتي اعلامیې له مخې په دغو طبیعي ناورینونو کې شاوخوا ۱۴۳ تنه نور ژوبل شوي، ۱۲۴۸ کورونه او سلګونه جریبه ځمکې او کروندې هم وېجاړ شوي دي.

واورو ډېر ځاني او مالي زیانونه په پنچشیر ولایت کې اړولي دي.

ښاغلي غني د هېواد پر دیني عالمانو غږ وکړ چې د خپلو خطبو له لارې نور هېوادوال د اړمنو خلکو مرستو ته وروبولي.

د اعلامیې له مخې، وروستیو واورو او بارانونو د هېواد ۱۹ ولایتونو ځپلي دي او خلک په کې له یو ډول خطر سره مخامخ دي.

ولسمشر همدغه راز د سالنګونو لویې لارې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې دواورو له کبله له ګواښ سره مخامخ دی او دا چې افغان چارواکي دغې ستونزې ته متوجه دي.

ده وویل چې ټولو اړوند وزارتونو او ادارو ته یې لارښوونه کړې چې، ژر تر ژره په ځپل شویو سیمو کې خلکو ته خوراکي او ناخوراکي موادو ور ورسوي، خو ټېنګار یې وکړ چې افغان حکومت په یوازې سر، له دا ډول پېښو سره مبارزه کولی نشي.

هغه وویل " خسارات دومره زیات دي چې جبران یې په تېره بیا د انکشاف په برخه کې، یوازې د حکومت د وس خبره نه ده. موږ د ارزیابۍ په حال کې یو چې د خساراتو وسعت په دقیق ډول بین المللي ټولنې ته وړاندې کړو. خو بیا هم غواړم تاکید وکړم چې له بین المللي مرستو پرته د تاواني شویو سیمو دوباره توسعه به ګرانه وي. د افغانستان کابو شپږدیرش فیصده خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او داسې حوادث د لازیاتې بدمرغي سبب ګرځي چې له منسجمو بین المللي همکاریو پرته یې د جبران لپاره اساسي او اوږدمهاله اقدامات نه شو کولی."

افغان حکومت د دغه ناورین له کبله په هېواد کې درې ورځنی ملي ویر اعلان کړی دی.

په همدې حال کې دنورستان چارواکي وايي واورو ښوېدو، مرکز پارون ته ورغلې لاره دتېرو څو ورځو راهیسې بنده کړې او ځايي خلک وايي په سیمه کې خوراکي توکي مخ په خلاصېدو دي.

دچارواکو په خبره په ټول نورستان کې دسرک جوړونې یواځې درې ماشینونه شته،چې دواورو او سېلابونو پر وخت ترې کار اخستل کیږي،خو ددوی په وینا دولایت اړتیاوې نه شي پوره کولی.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG