د لاس رسي وړ اتصالات

بهرني ډيپلوماتان د غني او عبدالله ترمنځ منځګړتوب کوي


د افغانستان اجرايي ریاست وايي چې له بهرنیو ډيپلوماتو او سیاستوالو سره د ښاغلي عبدالله د خبرو اصلي هدف په هیواد کې د سیاسي حالاتو ارامول دي.

د اجرایي ریاست د ویاند مرستیال امید میثم امریکا غږ اشنا ته وویل "دغه سیاستوال د منځګړي رول لوبوي او هڅه کوي چې دواړه غاړې خبرو ته سره کیني او موجوده مسایل په خبرو حل کړي".

ښاغلي میثم وویل چې په دغو غونډو کې د ښې حکومتوالۍ او افغانانو سره د شویو ژمنو په عملي کولو ټېنګار وشو.

اجرايي ریاست وایي د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، یاماموتوتدامیچي له ښاغلي عبدالله سره په خبرو کې د نظام په پاېښت ټېنګار وکړ او د اروپايي ټولنې استازي بیا د افغانستان اوسنی حالت حساس وباله.

په همدې حال کې د افغانستان مشرانو جرګې هم د دغو سیاسي اختلافاتو د حل غوښتنه کړېده. د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار د ځوانانو د پارلمان په پرانسیتوکي غونډې کې وویل، هغه خلک چې په واک کې دي او د ولسمشر تر لاس اندې کار کوي، باید د افغانستان لاس ته راوړنې په پام کې وساتي.

خو، ولسمشر غني په همدغې غونډې کې، سره له دې چې د ښاغلي عبدالله نوم یې وانخیست وویل " که ته وايي چې زه یم او زه وایم چې زه یم، نه به ته يې او نه به زه یم. که زه وایم چې ته یې او ته وايي چې ته یي، هم به ته یې او هم به زه یم".

XS
SM
MD
LG