د لاس رسي وړ اتصالات

د ویسټ انډیز سره د لوبو لپاره لوبډله اعلان شوه


دغه لوبې د نومبر پر ۱۴مه پیلېږي
دغه لوبې د نومبر پر ۱۴مه پیلېږي

افغان کرکټ بورډ د ویست انډیز پر وړاندې د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو لپاره د راشد خان په مشرۍ لوبډلې اعلان کړې.

د افغانستان د کرکټ د معلوماتو له مخې د ویسټ انډیز پر وړاندې د یو ورځنیو نړیوالو لوبو په لوبډله کې د لوبډلمشر راشد خان په مشرۍ اصغر افغان،حضرت الله ځاځی، رحمت شاه، جاوید احمدي،افسر ځاځی، ګلبدین نائب، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت، شراف الدین اشرف،ابراهیم ځدراڼ، یمین احمدزی، نویوالحق، اکرام علي خېل او مجیب الرحمن شامل دي.

افغان کرکټ بورډ د جمعې په ورځ د اکتوبر پر ۲۵مه «لړم ۳مه» ویلي، چې دغه یو ورځنۍ نړیوالې لوبې، د راتلونکي نومبر میاشتې له شپږمې نېټې څخه بیا د همدې میاشتې تر یوولسمې نټې پورې د هند د لکنو ښار به ایکانا لوبغالي کې پیلېږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ همدارنګه د ویسټ انډیز پر وړاندې د شل اوریزو نړیوالو لوبو لپاره هم د لوبډلمشر راشدخان په مشرۍ لوبډله اعلان کړه، چې اصغر افغان، حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، جاوید احمدي، رحمان الله ګربز، ګلبدین نائب،محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت، شریف الله اشرف،فرید احمد ملک، یمین احمدزی، نووالحق، سیداحمد شېرزاد او مجیب الرحمن شامل دي.

د شل اوریزو لوبو لوبډله
د شل اوریزو لوبو لوبډله

د کرکټ بورډ د معلوماتو له‌مخې دغه لوبې د راتلونکې نومبر میاشتې له ۱۴مې بیا د همدې میاشتې تر ۱۷مې نېټې د هندوستان د لکنو په ایکانا لوبغالي کې تر سره کېږي.

XS
SM
MD
LG