د لاس رسي وړ اتصالات

روح الله نیکپا د زیړو مېډال واخیست


Rohullah Nikpa - Afghan Olympic
Rohullah Nikpa - Afghan Olympic
د افغانستان د تکواندو تکړه لوبغاړي روح الله نیکپا د لندن په روانو سیالیوو کې خپله لومړنۍ لوبه وګټله. هغه خپل پولنډي سیال ته ماتې ورکړه. د هغه وخت راهیسي چې د لندن د المپیک لوبې پیل شوي دي، دا لومړی ځل دی چې د افغانستان یو لوبغاړی په کښي بریالی کېږي. د لوبو د پیل راهیسي په المپیک کې د افغانستان د شپږ کسیز ټیم څلورو لوبغاړو خپلې لوبې بایلولې.

خو روح الله نیک پاه نن ټولو افغانانو ته ښه زیری ورکړ او هغوي ته یې یوځل بیا ویاړ ور په برخه کړ. روح الله نېکپا خپل پولنډي سیال ته پنځه د دوولس په مقابل کې ماتې ورکړه او د مسابقو دوهم پړاو ته ووتی.

د ښاغلي نیکپاه د بري په ویاړ پر فیسبوک او ټویټرس باندي د اکثره افغانانو پر پاڼو د نیکپا نوم یا انځور پروت دی.

د امریکا غږ د فیسبوک پر ویب پاڼه باندي هم څه کم درې ساوه کسانو د نیکپاه انځور خوښ کړی دی او په سلګونو تبصرې یې د هغه په هکله کړي دي.

سیف پوپل لیکي ،، زه نن ډیر خوشحاله یم او د خوشحالی نه ژړا راځي ټولو افغانانو ته مبارکي وایم.،،


شاکر مندیزی لیکي،، مونږ هسکه مینه وال له ټولو افغانانو ته د دې بریا ډیره مبارکي وایوو..الله دي وکړي چې په راتلونکو لوبو کې هم وځلېږي او کامیابه شي مونږ به دعا کوو.،،

نیکپاه د جګړې نه خسته هیواد د وګرو پر ستومانه څهرو باندي موسکا راوستله او یو ځل بیا یې د خپلې لوبې له لارې ټول افغانان سره یوځای کړل.

نېکپا نن شپه د افغانستان په وخت د شپې په اته بجې او پنځلس دقیقې له ایراني لوبغاړي محمد باقري معتمد سره مخامخ شو او ډیره ښه لوبه یې وکړه خو په ورستیو شیبو کې یې د یوې نمرې تفاوت سره لوبه بایلوله.


نېکپا د بیجنګ د ۲۰۰۸ کال په المپیک لوبو کې دزیړو یا برونزو میډال ګټلی و.

په لندن کې د افغانستان د ټیم ویاند عبدالرحمن رحماني د امریکا غږ آشنا راډیو سره په مرکه کې وویل چې نیکپاه ډیر ښه وځلېدی او تر اخره یې خپلو هلو ځلو ته ادامه ورکړه. ښاغلي رحماني وویل چې د ایراني لوبغاړه د پرمختګ سره نیکپاه ته موقع برابره شوې ده چې د برونز یا زیړو دپاره بله سیالي وکړي.

حسیب الکوزی- واشنګټن
XS
SM
MD
LG