د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د کرکټ له اسیايي لوبو څخه بهر شو

افغانستان د کال ۲۰۱۰ نه تر ننه  د اسیايي لوبو د کرکټ په سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه ګټلي دي.
افغانستان د کال ۲۰۱۰ نه تر ننه د اسیايي لوبو د کرکټ په سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه ګټلي دي.

د جاپان په ایچي ایالت کې د کرکټ په روانو اسیایي لوبو کې د افغانستان او هند ترمنځ د کوارټر فاینل پلان شوې سیالي د باران وریدو له کبله لغوه شوه او د هند د کرکټ په درجه بندۍ کې د افغانستان نه د مخکې مقام لرلو له کبله بل پړاو ته ووت.

د افغانستان ابدالیانو کرکټ لوبډلې د دې سیالیو لومړي پړاو کې د جاپان څخه د لوبې د ګټلو او د نیپال څخه د بایللو په نتیجه کې دویم مقام ترلاسه کړ او د کوارټر فاینل په پړاو کې د هند سره مخامخ شوه..

د جاپان د ایچي ایالت نیشین سیمه کې د مسلسل بارانه له کبله لومړۍ د پاکستان او هانګ کانګ او بیا د هند او افغانستان سیالۍ هم لغوې اعلان شوې او په شل اوریزو سیالیو کې د لوړ مقام لرلو په نتیجه کې د پاکستان او هند لوبډلې د سیمي فاینل یا نیمه پای لوبې پړاو ته ووتې

افغانستان د کال ۲۰۱۰ نه تر ننه د اسیايي لوبو د کرکټ په سیالیو کې درې د سپنو زرو مډالونه ګټلي دي . په۲۰۱۰ ، ۲۰۱۴ او ۲۰۲۳ کلونو کې افغانستان په دې سیالیو کې دویم مقام ترلاسه کړی و .

د هند او پاکستان برسیره د سري لنکا او بنګله د یش لوبډلې هم د دې سیالیو په کوارټر فاینل کې ځای لري او د نیپال اومالیزیا سره به سبانيو سیالیو کې مخامخ کیږي.

د دې سیالیو بریالۍ لوبډله به د سرو زرو، دویم مقام لرونکې د سپینو زرو او درېم مقام به د برونزو مډال ترلاسه کوي

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG