د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او پاکستان د ترانزیت او سوداگرۍ تړونونه وکړل


افغانستان او پاکستان د ترانزیت او سوداگرۍ په باره کې موافقې وکړې.

افغان او پاکستان استازو د یکشنبې په ورځ د دوه اړخېز ترانزیتي تجارت د شویو پرېکړو په تطبیقولو او د سوداګرۍ په برخه د لا اسانتیاوو د برابرولو په اړه خبرې او موافقې وکړې.

همدغه راز دغو استازو د افغانستان، پاکستان او تاجکستان ترمنځ په درې اړخیز تجارت او د دغو هېوادونو ترمنځ د تجارتي اسانتیاوو په برابرولو هم وغږېدل چې موافقې ته سره ورسیږي. دغه هیتونه به د مارچ په میاشت کې بیا سره غونډه کوي.

د افغانستان د تجارت سرپرست وزیر مزمل شینواري د امریکا غږ اشنا ته وویل چې د جنورۍ د ۲۰تاریخ نه به د افغانستان تجارتي لارۍ د گوادر تر بندر پورې ځي.

د ښاغلي مزمل سره د زیبا خادم بشپړه مرکه دلته اوریدلی شې:

please wait

No media source currently available

0:00 0:08:36 0:00

XS
SM
MD
LG