د لاس رسي وړ اتصالات

افغانان له پاکستانۍ ویزې پرته پر تورخم تېرېدلی نشي


په جلال اباد کې د امریکا غږ اشنا خبریال وايي چې سلګونه کسان د تورخم دروازې په دواړو خواو کې بند دي
په جلال اباد کې د امریکا غږ اشنا خبریال وايي چې سلګونه کسان د تورخم دروازې په دواړو خواو کې بند دي

د چارشنبې په ورځ د پاکستان حکومت د تورخم دروازه د هغو خلکو پر مخ بنده کړه چې د تګ راتګ قانوني اسناد نه لري. افغانان اوس په هغو کارتونو هم له تورخم نشي تېرېدلی چې د پاکستان حکومت د قانوني اوسېدو لپاره ورکړي دي.

د تورخم په دروازه کې سلګونه هغه کسان چې د پاکستان ویزه نه لري هغې غاړې ته نه پرېښودل کېږي.

یوې کورنۍ، چې زوی یې ناروغ و، خو ویزه یې نلرله پاکستاني ځواکونو پرېنښودل، د دوی ماشوم مریض و او سیرم هم پرې چالان و، خو پرېنښودل شول.

د پاکستان چارواکي وايي نور به هغه افغانان د پاکستان ویزه نلري پرېنږدي، چې پر تورخم واوړي. د تورخم په دې غاړه کې سلګونه مسافر ایسار دي، ناروغان یې مرګوني دي، خو له اوښکو یې د بې وسۍ د کیسو وږم راځي.

د تورخم دغه دروازه ډېر کله د افغان او پاکستانیو ځواکونو تر منځ د لانجې اصلي محور پاتې شوی، خو ستونزې یې تر ډېره مسافر ګالي.

د پاکستان حکومت د بې ویزې خلکو پر مخ د تورخم دروازې دبندولو پرېکړه وروسته له هغې وکړه چې دوه اونۍ وړاندې په دغه سیمه کې افغان ځواکونو د پاکستان سرحدي پولیسو یوې پوستې ته دسرک د جوړولو مخه ونیوله.

په سیمه کې افغان سرحدي پولیس په دې تړاو نه غږېږي، خو د ننګرهار دولایتي ادارې ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي، چې چارواکي ستونزې د حل په لټه کې دي.

په دغه لاره کې د پاکستاني ځواکونو لخوا د بې ویزې خلکو پر مخ د دروازې تړل له ترانیټي پلوه هم دواړو هېوادونو ته بې زیانه نه دي، هغه موټر چلونکي هم نه پرېښودل کیږي،چې د ګاډو د تګ راتګ قانوني اسنا نلري.

دا لومړی ځل نه دی، چې په تورخم کې افغانانو ته د تګ او راتګ ستونزه جوړیږي، وړاندې هم دا ډول ستونزې پېدا شوې وې، چې بیا حل شوي دي.

XS
SM
MD
LG