د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي: د پاکستان ملېشه پوځ پر افغان خاورې برید کړی


د پکتیا د ۲۰۲ سرحدي زون قوماندان جنرال عبدالبصيرخپلواک وايي پاکستاني ملیشې له طالبانو سره یو ځای د افغان ځواکونو پرضد جنګېږي.
د پکتیا د ۲۰۲ سرحدي زون قوماندان جنرال عبدالبصيرخپلواک وايي پاکستاني ملیشې له طالبانو سره یو ځای د افغان ځواکونو پرضد جنګېږي.

افغان جګپوړي حکومتي مقامات وايي، چې د پکتيا په ډنډپټان ولسوالۍ کې پاکستاني مليشه ځواکونه له افغان سرتېرو سره په جګړه بوخت دي.

په پکتيا کې د ۲۰۲ سرحدي زون قوماندان جنرال عبدالبصيرخپلواک وايي، چې په ډنډپټان ولسوالۍ کې له طالب وسله والو سره اوږه په اوږه پاکستاني مليشه ځواکونه د افغان امنيتي ځواکونو پرضد جنګېږي.

کابو پنځه ورځې کېږي، چې د پکتيا په سرحدي ولسوالۍ ډنډپټان کې د افغان امنيتي سرتېرو او ظاهراً د وسله والو طالبانو ترمنځ د درنو او سپکو وسلو جګړه روانه ده.

خو جنرال خپلواک په ګردېز کې خبريالانو ته وويل، چې وسله وال طالبان په يواځې ځان د دوی له قوتونو سره مقابله نشي کولای. هغه زياتوي، پاکستاني مليشه ځواکونه مستقيماً په جنګ ښکېل او پوره اکمالات يې کېږي.

ده وویل "دا واضح خبره ده، چې له دوی سره پاکستاني مليشه يا پوځي ځواکونو سره اوږه په اوږه جنګېږي. له پاکستاني پوځيانو پرته وسله وال طالبان دومره مقاومت نشي کولای."

د ډنډپټان د جګړې په لومړۍ ورځ د سرحدي پوليسو د يوې قرارګاه او دوو امنيتي پوستو د سقوط او د ځينو پوليسو د مرګ ژوبلې خبرونه ورکړل شول، خو حکومتي مقاماتو په دې اړه له ډېر څه ويلو ډډه کوله.

مګر د سرحدي پوليسو د زون قوماندان جنرال عبدالبصير خپلواک وايي، چې تر اوسه په ياده شوې جګړه کې د ځينو سرحدي پوليسو ترڅنګ، ۸۲ طالب جنګيالي وژل شوي او تر دېرشو ډېر نور ټپيان دي.

هغه وايي "په لومړۍ حمله کې يې درنه وسله استعمال کړه، چې په نتيجه کې يې پنځه سرحدي پوليس وژل شوي. تر هغه راوروسته تلفات نلرو، خو دښمن ته درانه تلفات اوښتي دي."

د دې ترڅنګ د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال مست مومند وايي، چې د جمعې ماښام راهيسې د پکتيکا په ګومل او وزيخواه ولسواليو کې په هوايي او ځمکني بريدونو کې ۹۳ وسله وال وژل شوي دي.

هغه امريکاغږ ته وويل، چې په دغو بريدونو کې د ګومل لپاره نومول شوی طالب ولسوال او دوه نور طالب قوماندانان وژل شوي. هغه زياته کړه، ګڼ شمېر درنې او سپکې وسلې هم په لاس ورغلې دي.

په همدې حال کې د پکتيکا د ولايتي شورا رئيس افسرخان سليمان خېل وايي، چې وزيخواه، ګومل او وړممۍ ولسوالۍ د طالبانو په مرکزونو بدلې شوې او د سقوط له جدي ګواښ سره مخ دي.

دی وايي "که حکومت توجه ونه کړي، دا درې ولسوالۍ سقوط کېږي. خلک وايي، که ولسوالۍ سقوط شي، بيا له طالبانو سره خبرو ته کېني. دا به د حکومت لپاره لوی سر درد وي."

د يو بل خبر له مخې د امنيتي چارواکو په حواله د خوست په باک ولسوالۍ کې د پوليسو پر يوه امنيتي پوسته د وسله والو طالبانو په بريد کې دوولس بريد کوونکي وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت امريکاغږ ته وويل، چې د باک د څنارګي په سيمه کې د پوليسو پر پوسته دغه بريد کې يو پوليس هم وژل شوی او درې نور ټپيان دي.

طالبانو پر ياده شوې پوسته د بريد له امله د اوو پوليسو او دوه طالب جنګياليو د وژلو خبر ورکړی، خو د پکتيکا د بريدونو په اړه يې تر اوسه کوم غبرګون ندی ښودلی.

XS
SM
MD
LG