د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د کرکټ لومړۍ دوستانه سیالي پاکستان وگټله


په لومړي ځل د پاکستان د کرکټ یو ټیم د افغانستان په سفر تللی دی. د پاکستان د حبیب کرکټ ټیم چې د خپل هیواد د کورني کرکټ قهرمان ټیم دی،کابل کې د دوه ورځنیو او څلورو یو ورځنیو سیالیو دپاره د کابل په میدان دوستانه لوبې کوي.

د افغانستان لخوا د ملي ،الف او نولس کلنو نه کم عمر لوبغاړو د ټیم نه غوره شوي ټیم چې د افغانستان پرمختیايي ټیم نومیږي، په لومړیو څلور ورځنیو سیالیو کې د پاکستان میلمه ټیم ته یو په مقابل کې په سفر ماتې ورکړه او افغانستان د ټیسټ لوبو جام ورنه وگټه .چې دې کې دوه سیالیو کې د افغانستان لخوا جمال ناصر غبرگه سلیزه،د جاوید احمدي ،احسان جنت او منیر احمد غوره توپ وهنه او د ظاهر خان غوره توپ اچونه د افغانستان د پرمختیايی ټیم د بریا سبب شوه.

نن د دواړو ټیمونو ترمنځ د څلور یو ورځنیو سیالیو نه لومړۍ یو ورځنۍ سیالي وه. چې پیل کې افغانستان د پرمختیايي ټیم کپتان نجیب ځدران پچه وگټله او میلمه ټیم ته ېې د توپ وهنې بلنه ورکړه. د حبیب بانک ټیم وکړی شو چې پنځوس اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوزیدو ٢٩٩ منډې وکړي. په دې کې د پاکستان د سر لوبغاړي امام الحق ١٨١ منډې وکړې او نه سوزیده. امام الحق د پاکستان د پخواني لوبغاړي انضمام الحق وراره دی. د افغانستان د پرمختیايي ټیم لخوا توپ اچونه کې فرید ملک د مقابل ټیم ٣ لوبغاړي وسوزول.

د لوبې غوره لوبغاړی د حبیب بانک کرکټ ټیم امام الحق
د لوبې غوره لوبغاړی د حبیب بانک کرکټ ټیم امام الحق

د افغانستان کوربه ټیم چې ٣٠٠ منډو هدف ورته پروت و، هغسې لوبه ونکړه څنگه چې ورنه تمه وه او ټول ټیم ېې د ۴۴ اورو کې ٢۴٣ منډو وسوزید. د افغانستان د پرمختیايي ټیم له لوري یوازې رحمت شاه او ناصر جمال د مقابل ټیم کلکه مقابله وکړه.رحمت شاه ٥٧ او ناصر جمال ۴٥ وکړې .خو باقي لوبغاړو ونکړی شو چې خپل ټیم بري ته ورسوي.

د لوبې غوره لوبغاړی امام الحق اعلان شو. د یادونې وړ ده چې د دې یو ورځنیو سیالیو دپاره ویل کیدل چې حبیب بانک مشهور لوبغاړي شاهد افریدی،احمد شهزاد او عمر گل هم کابل ته لاړ شي، خو داسې ونشول.

د دواړو ټیمونو ترمنځ دویمه کرکټ سیالي د ميي په یو دیرشمه کیدونکې ده.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG