د لاس رسي وړ اتصالات

سپنتا: پاکستان وایي د حقاني شبکه هم په نښه کوي


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار

د افغانستان د جمهور رئیس د ملي امنیت سلا کار رنگین دادفر سپنتا نن په کابل کې له خبریالانو سره په یوه لیدنه کې وویل چې د پاکستان دولت او پوځ دا مني چې وزیرستان کې میشت د حقاني شبکه په افغانستان کې په ترهگریزو بریدونو کې لاس لري او دوي غواړي نور ددې ډلې په وړادنې جدي دریځ غوره شي.

ښاغلي سپنتا وویل چې دا لومړي ځل دی چې د پاکستان د پوځ له خولې واوریدل شول چې دوي به د وزیرستان په علمیاتو کې د حقانی شبکه هم په نښه کوي.

ښاغلي سپنتا دا خبرې په داسې حال کې کړې دي چې نن دوشنبه د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د د هغوی په وینا د طالبانو خلاف پراخ ځمکني عملیات پیل کړل.

د پاکستان پوځ له یوې اونۍ راهیسې په شمالي وزیرستان کې پراخ هوايي بریدونه پیل کړي دي چې په نتیجه کې یې تر نیم ملیون زیات ځايي اوسېدونکي بې ځایه شوي.

ددغو بې ځایه شویو خلکو له جملې څخه په زرگونو کورنۍ د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د افغانستان خوست او پکتیکا ولایتونو ته کډه شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلی سپنتا د یو جگپوړي پلاوي په مشرۍ څو ورځې دمخه پاکستان ته سفر کړی و چې د وزیرستان د عملیاتو په گډون یې د افغانستان او پاکستان تر مینځ په ځینو مهمو موضوعاتو له صدراعظم نواز شریف او د پوځ له مشر راحیل شریف سره خبرې کړي دي.

ښاغلي سپنتا وویل « په لومړي ځل د پاکستان او افغانستان په اړیکو کې د پاکستان د اردو مشر او ویاند حاضر شو چې وايي په دې جگړه کې د حقاني شبکې پناه ځایونه هم په هدفونو کې شامل دي.»

خو ښاغلي سپنتا وویل چې مونږ به اوس وگورو چې دا کار په عمل کې هم کیږي او که نه؟

ښاغلي سپنتا وویل چې دی د پاکستان ژمنې ته ډیر هیله مند نه دی، ځکه چې دده په وینا د تیرو لسو کالونو راپدیخوا د پاکستان او افغانستان تر مینځ په خبرو کې پاکستان بیا بیا دا ویلي چې په پاکستان کې مېشت د هغو ترهگرو پټنځایونه به نښه کوي چې په افغانستان کې ترهگریز بریدونه کوي، خو په عمل کې پاکستان ددغو ترهگرو خلاف کوم اقدام نه دی کړی.

ښاغلي سپنتا زیاته کړه چې افغانستان به بیا هم انتظار وکړي چې په عمل کې څه پیښیږي؟

XS
SM
MD
LG