د لاس رسي وړ اتصالات

غني او شریف په دوشنبه کې خبرې کوي


جمهور رئیس غني او د پاکستان صدراعظم نواز شریف تیره میاشت سره په قزاقستان کې کتلي وو
جمهور رئیس غني او د پاکستان صدراعظم نواز شریف تیره میاشت سره په قزاقستان کې کتلي وو

ټاکل شوې چې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني او د پاکستان صدراعظم نواز شریف سبا ته د تاجکستان په مرکز دوشنبه کې سره وگوري.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه پال، وویل چې د اقتصادي او تجارتي مسایلو تر څنگ د ترهگرۍ پر ضد گډه سیمه ییزه مبارزه به د افغانستان او پاکستان د مشرانو ترمنځ د خبرو عمده اجندا وي.

ښاغلي مینه پال د امریکا غږ ته وویل چې جمهور رئیس غني به په دغه کتنه کې پرته له توپیره د ټولو ترهگرو ډلو په وړاندې په مبارزه کې د پاکستان بې دریغه همکاري وغواړي.

دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان جمهوري ریاست د امریکا د متحده ایالاتو تر څارنې لامدې د ډیورند دواړو غاړو ته د ترهگرو پر ضد د هم مهاله پوځي عملیاتو خبر ورکړی دی.

وروستی ځل جمهور رئیس غني او نواز شریف څلور اونۍ دمخه د قزاقستان په پلازمینه استانه کې د شانگهای د همکاریو په غونډه کې سره لیدلي وو، خو پر هغې لیدنې باندې د جرمني سفارت ته نژدې په کابل کې خونړۍ چاودنې اثر اچولی و.

د ښاغلي مینه پال په وینا په سیمه او په ځانگړې توگه د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارتي او ترانزیتي اسانتیاوی به د دواړو مشرانو ترمنځ د خبرو نور موضوعات وي.

د افغانستان او پاکستان مشران سره د کاسا -١٠٠٠ بریښنا پروژې د انتقال د دوهم پړاو په ترڅ کې گوري چې دغه پروژه د تاجکستان او قرغزستان بریښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته انتقالوي.

د کاسا ١٠٠٠ د بریښنا پروژه په ۵۵۰ کیلومتره اوږدوالي سره د افغانستان د شپږو ولایتونو او ٢٣ ولسوالیو څخه تیریږي او ټاکل شوې ده چې د پلي کیدو وروسته ١٠٠٠ میگاواټه بریښنا پاکستان ته او د ٣٠٠ میگاواټو بریښنا د تولید تر څنگ په کال کې شاوخوا ۴٥ میلیونه ډالر افغانستان ته گټه ورسوي.

ددې پروژې د پلي کیدو پر وړاندې لوی گواښ د افغانستان امنیتي وضعیت دی، خو د کارپوهانو په اند په دې پروژه کې د شاملو هیوادونو اقتصادي گټې به دا هیوادونه دې ته اړ کړي چې د کاسا ١٠٠٠ پروژې په پلي کیدو او د هغې د امنیت په برخه کې د افغاسنتان سره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG