د لاس رسي وړ اتصالات

اجرائیه ریاست: پاکستان د انزوا پر لور روان دی؛ ناسم تبلیغات کوي


احسان الله احسان، د پاکستاني طالبانو د تحریک پخوانی ویاند
احسان الله احسان، د پاکستاني طالبانو د تحریک پخوانی ویاند

د افغانستان د حکومت اجرائیه ریاست پاکستان ترهګرو ته د پناه ځایونو په برابرولو تورنوي.

د ملي وحدت د حکومت د اجرائیه رئیس ویاند مجیب الرحمن رحيمي د پنجشنبې په ورځ [اپریل ۲۷] په کابل کې یوې مطبوعاتي غونډې ته د وینا پر مهال، افغانستان د ترهګرۍ "قرباني" وباله.

رحیمي چې د پاکستان د طالبانو د تحریک د پخواني ویاند، احسان الله احسان د پرونیو څرګندونو په اړه خبرې کولې پاکستان ته په خطاب کې وویل چې "له ترهګرۍ څخه د بهرني سیاست د ابزارو په توګه کار وانخېستل شي."

د پاکستان اردو د چهارشنبې په ورځ [اپریل ۲۶] د احسان الله یوه ویډیو خپره کړه. پدغه ویډیو کې چې احسان الله ځان "لیاقت علي" معرفي کوي وایې چې د افغانستان او هند استخباراتي ادارو د دوي له فعالیتونو څخه ملاتړ کاوه.

رحیمي وویل: "پاکستان د انزوا پر طرف روان دی او له ستونزو سره لاس او ګریوان دی. د عامه ذهنونو د منحرف کولو لپاره تبلیغات کوي. دا هیڅ سمه ادعا نه ده [د احسان الله خبرې] او موږ یې په کلکه ردوو."

د افغانستان او هند حکومتونه د پاکستان پوځ او په خاصه توګه ددغه هېواد د آی اېس آي اداره له ترهګرۍ څخه په ملاتړ تورنوي.

سربیره پردې، یو شمیر جګپوړو امریکايي او افغان مقاماتو له ترهګرۍ سره په مبارزې کې د پاکستان له دوه مخي چلند څخه اندېښنه ښودلې ده. دوي ویلي چې پاکستان وسله وال په "ښو او بدو ترهګرو" ویشلي دي.

"احسان الله" د پروپاګندا وسیله

د پاکستان د طالبانو تحریک هغه ادعاووې ردوي چې ګواکې د سیمې استخبارات لدغې ډلې سره همکاري کوي.

پاکستاني وسله وال د احسان الله د پرونیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې آی اېس آی له یو نیول شوي طالب څخه په استفادې ددغې ډلې پر ضد تبلیغات کوي.

د پاکستاني طالبانو د تحریک یو ویاند محمد خراساني ویلي چې آی آېس آي له یو "زنداني" څخه د پروپاګندا لپاره استفاده کوي.

د نوبل جایزې پر ګټونکې، ملاله یوسفرۍ باندې د برید په شمول،احسان الله احسان د پاکستاني طالبانو په استازیتوب د ګڼو بریدونو د کولو ادعا کړې ده.

XS
SM
MD
LG