د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د وحیدي په تښتونې ژوره اندیښنه ښودلې


ښاغلی وحیدي د هرات او کونړ د ولایتونو د والي په توګه دندې سرته رسولي دي
ښاغلی وحیدي د هرات او کونړ د ولایتونو د والي په توګه دندې سرته رسولي دي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له حکومت څخه دسړي تښتوونکو له منګلو د پخواني والي سید فضل الله وحیدي خوشې کیدو لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه کړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې چې نن د شنبې په ورځ په کابل کې خپره شوې د پاکستان له حکومت غوښتي چې د سړي تښتونکو له منګلود پخواني والي سید فضل الله وحیدي د ژغورلو لپاره دې له ټولو ممکنه وسایلو کارواخلي.

په دغه اعلامیه کې د افغانستان د بهرینو چارو وزارت د ښاغلي وحیدي د تښتولو په پیښه ژوره اندیښنه هم څرګنده کړې ده.

دا بیان وایي چې سید فضل الله وحیدي د جمعمې په ماسپښین په اسلام اباد کې د وسله والو له خوا تښتول شوی دی.

پاکستاني چارواکي وايي چې د افغانستان د حکومت یو پخوانی والي پرون د جمعې په ورځ ددغه هیواد په پلازمینې اسلام آباد کې د نامعلومو کسانو له خوا تښتول شوی دی.

پاکستاني پولیسو او په اسلام آباد کې د افغانستان د سفارت مسولینو امریکا غږ ته ویلي دي چې سید فضل الله وحیدي چې تر څه مودې مخکي پوري یې د افغانستان د کنړ او هرات د ولایتونو د والي په توګه کار کوی، د خپلې کورنۍ سره یوځای اسلام آباد ته تللی و چې د جمعې په ماښام د جناح د مارکیټ څخه نامعلومو کسانو اختطاف کړ.

پاکستاني مقاماتو امریکا غږ ته ویلي چې په دې هکله پلټنې پیل شوي او د هغه د موندنې لپاره عملیات روان دي.

تراوسه پوري هیڅ ډلې د هغه د اختطاف مسولیت منلی نه دی.

د والي په صفت ، وحیدي پر پاکستان باندې سخت انتفادونه کول چې د افغانستان په کورنیوو مسایلو کې لاس وهنه کوي.

هغه څو کاله د کونړ والي و او وروسته پخواني ولسمشر حامد کرزي د هرات د والي په صفت معرفي کړ.

خو څو میاشتې مخکي ولسمشر اشرف غني د خپلو هلو ځلو په لړ کې چې هدف یې د سیمه ایزې حکومتدارۍ ښه والی و ، هغه د کاره ګوښه کړ.

د افغانستان د کونړ ولایت د پاکستان سره سرحد لري او د هرات ولایت بیا د ایران سره سرحد لري.

XS
SM
MD
LG