د لاس رسي وړ اتصالات

افغان او پاکستاني چارواکو د مهاجرینو پر ستنېدو خبرې کړي


افغان او پاکستاني چارواکي وايي، نن د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د مهاجرینو او ستنېدونکو چارو د وزارت د مرستیالې مېرمن عالمې په مشرۍ یو افغان پلاوي په اسلام اباد کې د پاکستان د ایالتونو او سرحدي سیمو د وزارت "سفران" د مرستیال محمد اسلم خان سره په پاکستان کې د دېره افغان مهاجرینو د اوسېدنې او وطن ته د هغوی د ستنېدلو په اړوندو مسلو خبرې کړي دي.

د افغانستان د مهاجرینو او ستنېدونکو چارو وزارت د ویاند مرستیال محمد رضا باهر وايي، دا خبرې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې او پیوستون لپاره د عمل پلان په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د جوړې شوې مهاجرینو د کمېټې په کچه تر سره شوي دي.

ښاغلي باهر وویل:"د عمل په دې پلان کې شپږ کمېټې بېلابېلې کمېټې ځانګړې شوي چې هره یوه یې په جلا توګه کار کوي، یوه یې د وګړو ګمېټه ده چې د مهاجرینو په برخه کې کار کوي او د دې برخې خبرې پرمخ وړي".

ښاغلي باهر وویل، دا د دواړو هیوادونو ترمنځ د دغې کمیټې دوهمه ناسته ده.

تیرکال د پاکستان حکومت د افغان حکومت په مرسته د شاوخوا اته نیم سوه زرو هغو افغانانو د نومونو د ثبتولو کار پیل کړ،
تیرکال د پاکستان حکومت د افغان حکومت په مرسته د شاوخوا اته نیم سوه زرو هغو افغانانو د نومونو د ثبتولو کار پیل کړ،

​په اسلام اباد کې د نننیو خبرو په پای کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دا ناسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان مېلادي کال د جولای د میاشتې په ۲۲ مه په کابل کې پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالې مېرمن تهمینه جنجوعه په مشرۍ د پاکستاني او افغان پلاوو ترمنځ د افغانستان، پاکستان د سولې او پیوستون لپاره د عمل د پلان د لومړۍ غونډې په دوام سره شوې ده.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې دواړو خواو په عزت او تدریجي ډول وطن ته د افغان مهاجرینو د ستنېدلو په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د زیاتولو پر لارو چارو هم چمتووالی ښودلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې خبرو درېیمه غونډه به د دواړو خواو په موافقه په راتلونکي کې په کابل کې جوړه شي.

اوس مهال په پاکستان کې څه باندې دوه میلیونه افغان مهاجرین ژوند کوي چې د دغه شمېر شاوخوا یو میلیون او څلور سوه زره یې د اوسېدني قانوني اسناد لري.

تېر کال د پاکستان حکومت د افغان حکومت په مرسته د شااوخوا اته نیم سوه زرو هغو افغانانو د نومونو د ثبتولو کار پیل کړ چې په دغه هېواد کې یې د قانوني اسنادو پرته ژوند کوه.

سږکال د جنورۍ د میاشتې له پیل څخه تر تیرې اونۍ پورې ۶۸۷۱۹۴ افغانان له ایران او پاکستان څخه خپل وطن ته ستانه شوي،
سږکال د جنورۍ د میاشتې له پیل څخه تر تیرې اونۍ پورې ۶۸۷۱۹۴ افغانان له ایران او پاکستان څخه خپل وطن ته ستانه شوي،

د افغانستان د مهاجرینو او ستنېدونکو چارو وزارت د ویاند مرستیال محمد رضا باهر وايي، تر اوسه شپږ سوه زرو دغسې افغانانو په پاکستان کې د اوسېدلو قانوني اسناد ترلاسه کړي دي.

ښاغلي باهر وویل:"د دغه کارټ او د هغه کارټ ترمنځ توپیر چې د ملګرو ملتونو د مهاجرینو د عالي کمېشنرۍ له خوا افغان مهاجرینو ته ورکول کېږي دا دی، چې وطن ته د ستنېدلو پر مهال له هغوی سره د هغو ستنېدلو افغانانو چې د «یو این ایچ سي ار» کارتونه لري د مرستو بهیر یې توپیر لري".

ښاغلی باهر وايي، یو شمېر افغانانو پخپله د نوم لیکنې پر وخت د نوم لیکنې مرکزونو ته مراجعه ونه کړه او هغوی لا هم په پاکستان کې د اوسېدلو قانوني اسنادو له لرلو پرته ژوند کوي.

د مهاجرت د نړیوالې ادارې "آی آو ایم" د دې اوونۍ د راپور له مخې له سږکال د جنورۍ د میاشتې له پیل څخه تر تېرې اوونۍ پورې ۶۸۷۱۹۴ افغانان له ایران او پاکستان څخه خپل وطن ته ستانه شوي چې یوازې ۲۸۶۰۴ تنه یې له پاکستان او پاتې نور له ایران څخه افغانستان ته تللي دي.

XS
SM
MD
LG