د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نویو همکاریو پیل


د افغانستان او پاکستان دپاره د امریکا ځانگړی استازی دنیل فلدمن د افغانستان او پاکستان تر منځ وروستۍ همکارۍ ستایلی دي. پاکستان، په دانگام کې د افغان پوځي ځواکونو له خوا د وروستیو عملیاتو د ستاینې په ترڅ کې د افغانستان سره د استخباراتي معلوماتو پر شریکولو موافقه کړې.

د افغانستان او پاکستان دپاره د امریکا ځانگړي استازي، دانیل فیلدمن، دا هڅې ستایلې دي او د اړیکو د لا بهتریدو دپاره یې ښه پیل گڼي. هغه د کنړ په ولایت کې د طالبانو په وړاندې د افغان پوځی ځواکونو وروستۍ مبارزه او د دواړو خواو تر منځ وروستی گډې هڅې په سیمه کې د ترهه گرۍ د ختم او د ثبات د ټینگولو دپاره یوازنی اغیزمنه لاره وبلله.

ښاغلي فلدمن وویل:«د دې دواړو، هیوادونو د چارواکو سفرونه یوه بل هیواد ته د دې هڅو ښې نښې بلل کیږي.»

هغه زیاته کړه چې دا د دواړو خواو یو مسولیت دی چې پدې برخه کې گډ کار وکړي څو پر یوه بل باندې د پړې د ادعا پرځای مرستو ته مټې ونغښتل شي. هغه د دواړو هیوادونو د چارواکو سفرونو ته په اشارې داسې وویل،

«په افغانستان کې د نوي حکومت په راتگ، د اوسنیو حالاتو او په سیمه کې د گډو فعالیتونو په نظر کی نیولو سره، حقیقت دا دی چې جمهور رئیس غني د خپلې دندې په لومړیو میاشتو کې د پاکستان سره پر دې مهمو اړیکو باندی دومره کلک ټینگار وکړ او په همدې توگه پاکستان هم ورته هڅې کوي ، کابل ته د پاکستان د لوی درستیز، جنرال راحیل شریف او د امنیتي چارو د سلا کار سرتاج عزیز د سفر یادونه کولای شم. واضحه ده چې نړیوالی ټولنی پدې سیمه کې د ثبات دپاره پانگه اچولې ده او د دواړو خواو گډې هڅې ستایي او ملاتړ یې کوي.»

په هغه غونډه کې چې د درۍ اړخیزو خبرو په ترڅ کې د افغانستان د پوځي ځواکونو د لوي درستیز جنرال شیر محمد کریمي، د ایساف د ځواکونو د قوماندان، جنرال جان کمبل او د پاکستان د لوي درستیز، راحیل شریف تر منځ پرون د پاکستان په راولپندۍ کې وشوې په سیمه کې د امنیتي وضعیت وڅیړل شو او ترڅنگ یې د پاکستان لوي درسیتز جنرال راحیل شریف د پاکستان د تحریک طالبانو د ډلې په وړاندې د افغان پوځ د وروستیو پوځي عملیاتو ستاینه وکړه چې د دواړو هیوادونو تر منځ پولې ته نږدې د تیرو دولسو وروځو راهیسي دوام لري. جنرال راحیل شریف پدې ترڅ کې د هر ډول همکاریو دپاره چمتووالی وښود چې په هغو کې د پولو پر دواړو خواو د غږو عملیاتو او د استخباراتی معلوماتو د شریکولو ژمنه وشوه.

ددې ترڅنگ د افغان ځواکونو سره د ناتو له خوا دملپوځی مرستو په اړه په افغانستان کې د ایساف او ناټو د ځواکونو د عمومي قومندان مرستیال جنرال کرسټن جکوبسن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د کنړ د دانګام په ولسوالۍ کې یې د افغان ځواکونو له عملیاتو سره هوايي ملاتړ کړی دی خو دا ملاتړ د ایساف د ماموریت په چوکاټ کې شوی دی.

«مونږ د افغان امنیتي ځواکونو د غوښتنې پر بنسټ په دانگام کې د هوایی بریدونو په ترڅ کې د افغان ځواکونو ملاتړ کړی دی.»

جنرال کرسټن جکوبسن په راتلوکی کې د خپلو ځواکونو د همکارۍ حدود داسې واضحه کړل،

"مونږ به د قاطع ملاتړ تر ماموریت لاندې په محاربوي آو پوځی عملیاتو کې برخه ونلرو. نو مونږ باید په خورا احتیاط سره د پلانونو طرحه کړو څو افغان ځواکونه خپل ځای ته ورسیږی او د هغو ستونزو په وړاندی وړتیا تر لاسه کړی چې ورسره مخ دي. خو که تاسو په دوه زره څوارلسم کې ځمکنیو عملیاتو ته وگوری د ځمکنیو عملیاتو د پنځه نوي فیصدو نه زیات محاربوي عملیات پخپله افغان ځواکونو په یوازی سر تر سره کړي دي.»

دافغانستان د بهرنېو چارو وزارت هم ددې درۍ اړخیزو خبرو په تایید عبرگون وښود. ددې وزارت د نطاق مرستیال سراج الحق سراج وویل چی په دې درې اړخیز مجلس کې افغانستان او پاکستان په دې موافقه وکړله چې ېو له بل سره استخباراتي معلومات شریک کړي. هغه وویل،

« د دواړو خواو په سرحد کې د عملیاتو په وخت کې ددې لپاره هماهنگی وشی چی ېاغېان له سرحد نه تېر نشي، ېعنی داچی د ډېورنډ له کرښې نه اخو ا پاکستان ته وانه وړی او نه له پاکستان نه افغانستان ته را واوړي.»

دا هڅې په پېښور کې د وروستي برید نه وروسته چې په تیره اونۍ کې په یوه ښوونځي باندې وشو او پکی یو سلو پنځوس تنه ووژل شول، گړندی شویدي.

د پاکستان د اطلاعاتو پخواني وزیرې، شیري رحمان وايي دا دوه اړخیزه هم آهنگي د طالبانو په وړاندې د پاکستان او افغانستان د یووالی دپاره غوره وخت دی. هغې زیاته کړه،

«حتی دا چې دیني علما هم مونږ سره باید یو ځای شي ځکه چې اوسمهال مونږ باید د ټولنی سر تاسر سره کرښه را وکاږو. نن د جیهې اوله کرښه زمونږ په سرحد کې منحصره نده بلکه زمونږ کورونو پورې را رسیدلی ده.»

په پېښور کې وروستی خونړۍ برید نه یوازې دا چې د طالبو یاغیانو په وړاندې د خلکو غصه را پارولی ده بلکه په پاکستان کې میشت افغان مهاجر هم ددې بریدونو گرانه بیه پرې کوي. په پاکستان کې د تحریک انصاف په نوم گوند چې د عمران خان په مشرۍ د خیبر پښتونخوا په سیمه کې سیاسي مشري په غاړه لري لدې کبله اوس د ایالتي حکومت دا چارواکي د مرکزی حکومت نه غوښتنه کوي چې له پاکستان څخه دې افغان غیر قانوني مهاجرین وایستل شي.

عارف الوی په پاکستان کې د تحریک انصآف په نوم د سیاسي گوند عمومی منشي وایي،

«د د یرشو یا څلویښتو کالو نه زیاته موده کیږی. هیڅ داسې هیواد په نړۍ کې نشته چې ددومره اوږدی مودې دپاره پناه غوښتونکی او مهاجر وشاتی. ښایي مونږ په اوسني وخت کې د افغانتسان څخه هم پر یوه لا ناوړه مشکل اخته واوسو. نو ځکه باید ددوی څخه پوښتنه وشي د هغو څخه چې د مهاجر په توگه ثبت او راجستر شوی دی. باید ددوی دپاره ځینی لاری چاری ولټول شی او زمینه ورته برابره شی او ورته وویل شي چې دا هیواد پریدئ او زه فکر کوم چې نړیوالی مرستندوی ټولنی باید ورسره مرسته وکړي او په عین وخت کې هغه شمیر چې حتی ثبت او راجستر هم ندي باید بلکل دا هیواد پریدي.»

دغه گوند پر فدرال حکومت باندې فشار زیات کړی او خبرداری ورکوي چې پدې برخه کې دې په یوه میاشت کې تصمیم ونیول شي که نه نو دوي به له زور څخه کار واخلي.

XS
SM
MD
LG