د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د شهباز شریف څرګندونو ته غبرګونونه


کابل کې د شهباز شریف څرګندونو ته تند غبرګونه ښودل شوي
کابل کې د شهباز شریف څرګندونو ته تند غبرګونه ښودل شوي

د پاکستان په پارلمان کې د سیاسي مخالفې ډلې مشر شهباز شریف ویلي چې د کشمیر په قیمت په کابل کې سوله نغواړي.

هغه وايي دا نشي کېدی چې کابل کې دې د سولې خوشحالۍ لمانځل کیږي او کشمیر کې دې خلک وژل کیږي. ده د پاکستان په پارلمان کې دا خبرې کړې وې.

نوموړي تیره ورځ (اګست۶) عمران خان تورن کړ چې د امریکا ولسمشر ټرمپ سره یې په ملاقات کې د افغانستان د سولې په بدل کې کشمیر معامله کړې ده. خو افغان حکومت وايي چې هېوادونه باید خپلې ستونزې د افغانستان له ستونزو سره ور ګډې نکړې.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم امریکا غږ ته وویل" هیله لرو بیلابیل هیوادونه چې یو بل سره ستونزې لري، افغان سوله پکې دخیله نه کړي او زموږ تر څنګ ودریږي، تر څو په سیمه کې افراطیت له منځه ونیسو ".

د کارپوهانو نظریات

په کابل کې یو شمیر کارپوهان وایي، چې د شهباز شریف دغه خبرې د یو شخص نظر نه بلکې د پاکستان د ټولې بهرنۍ پالیسې انعکاس دی.

د نړیوالو اړیکو کارپوه انتظار خادم امریکا غږ ته وویل چې د کشمیر او افغان سولې مسلې دوه بیلې مسلې دي، چې پاکستان غواړي د دغو خبرو له لارې خپلو دغو هدفونو ته ورسیږي.

ښاغلي خادم زیاته کړه چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمې استازې عادله راز او په واشنګټن کې افغانه سفیره رویا رحماني باید د دغو څرګندونو په تړاو دیپلوماتیکه اوږده مبارزه او احتجاج وکړي.

صدراعظم عمران خان ویلي چې ولسمشر ټرمپ سره یې د کشمیر په هکله خاصې خبرې نه دي کړي.
صدراعظم عمران خان ویلي چې ولسمشر ټرمپ سره یې د کشمیر په هکله خاصې خبرې نه دي کړي.

د پوهنتون استاد حکمت الله شهباز وایي چې پاکستان په دې هڅه کې دی، چې د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا لپاره د کشمیر په مسله کې پرهند فشار راوړي او هند دې ته آماده کړي، چې په دغه موضوع کې لږ څه نرمښت وښیي.

د طالبانو د حکومت یو پخواني چارواکي سید اکبر اغا هم امریکا غږ ته وویل، چې د افغانستان د سولې موضوع په کشمیر پورې تړلې نده او نه هم له طالبانو سره دا فکر شته، چې د افغانستان موضوع دې له کشمیر سره وتړي.

د شهباز شریف د دغو څرګندونو په غبرګون کې د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي چې ولسمشر ټرمپ سره یې د کشمیر په هکله خاصې خبرې نه دي کړي.

د پاکستان په پارلمان کې د سیاسي مخالفې ډلې مشر شهباز شریف په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې تیره ورځ په قطر کې د امریکا او طالبانو تخنیکي ډلو د سولې د موافقې لپاره د عملي ګامونو د اخیستلو په اړه خبرې پیل کړي دي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم ډیلي ته تللی دی.

XS
SM
MD
LG