د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ د هماهنګۍ غونډه وځنډیده


افغان او پاکستاني چارواکي وايی، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ د هماهنګۍ "اپټیکا"اومه غونډه چې په پام کې وه، بله میاشت په اسلام اباد کې جوړه شوې وې، د نامعلومو دلایلو له مخې ځنډیدلې ده. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې چارواکي وايي، پاکستان په تیرو دوو کالو کې په پرله پسې توګه د دغې غونډې د جوړیدلو مخه نیوله، خو دا ځل په دې غونډه کې د افغانستان د استازو د نه ګډون له امله دا غونډه ځنډیدلې ده.

پام وکړئ په دې هکله له کابل څخه د امریکا غږ اشنا راډیو د خبریال اکرام شینواري دې رپوټ ته.

په کابل کې د پاکستان سفارت په یوه اعلامیه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ د هماهنګۍ "اپټیکا" اومه غونډه چې په پام کې وه، چې د بلې عیسوي میاشتې په یوولسمه د دریو ورځو لپاره په اسلام اباد کې جوړه شوې وې د ځنډیدو خبر ورکړی او ویلي دي چې دا غونډه د افغان حکومت د غوښتنې له مخې ځنډیدلې ده.

حو په دغه په اعلامیه کې د غونډې د ځنډیدو په اړه څه نه دي ویل شوي. افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت هم د دغې غونډې د ځنډیدل تائید کړي. د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي امریکا غږ اشنا راډیو ته د غونډې ځنډیدل تائید کړل، خو دغونډې ځنډیدل یې کومه غیرمعمولي خبره ونه ګڼله.

ښاغلي قوقندي وویل " انشاالله غونډه به جوړه شي، اوسمهال مونږ په سلامشورو بوخت یو. دا د معمول خبره ده یا د پاکستان له خوا وړاندیز کیږي یا د افغانستان له خوا د غونډې وړاندیز کې او د غونډې د جوړیدو په نیټه کې بدلون راځي".

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د بهرنیو اړیکو رئیس اذرخش حافظي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د اپټیکا غونډې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ تړون د ارزولو یوه تخنیکي برخه ده، د دواړو هیوادونو درې درې استازي په کې برخه لري.

ښاغلي حافظي وویل " معمولآ دا غونډې په اسلام اباد کې جوړیږي، د افغانستان له اړخه د سوداګرۍ او صنایعو د خونې یو استازی، د مالیې وزیر او د سوداګرۍ او صنایعو وزیر یا مرستیال په کې برخه اخلي د پاکستان له اړخه هم درې تنه په کې ګډون کوي ".

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې چارواکي وايي، چې پاکستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزيټ په قانون کې د یو شمیر مادو عملي کیدو ته د غاړې نه ایښودو له امله دغه هیواد په تیرو دوو کلونو کې د اپټیکا اومې غونډې د جوړولو مخه نیولې وه، خو دا ځل د دې غونډې جوړیدل د افغانستان له خوا ځنډیدلي دي.

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ د خونې مرستیال خان جان الکوزي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د دې علت دادی، چې اوس د افغان سوداګرو پرتله په افغانستان کې پاکستاني سوداګر چې د افغانستان له لارې منځني اسیا ته سوداګري کوي د ډیرو ستونزو سره مخ دي.

ښاغلي الکوزي وویل " اوس زمونږ پرتله په افغانستان کې د پاکستاني سوداګرو ستونزې زیاتې دي، افغان حکومت ټول هغه محدودیتونه چې پاکستان زمونږ پر ترانیزیټ لګولي وو، د پاکستان په ترانیزیټ لګولي دي، موټرو ته یې اجازه نه ورکوي، مالونه يې په ډیرې سختې سره د ګمرکي پړاونو څخه تیریږي او هغه پاکستاني سوداګر چې منځني اسیا سره سوداګري کوي ستونزې یې زیاتې شوي دي".

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ دوهم ټړون د ۲۰۱۰ کال د اکتوبر په میاشت کې لاسلیک شوی دی، خو افغان سوداګر شکایت کوي چې پاکستان په دغه تړون باندې په بشپړه توګه عمل نه کوي او دوی ته د ترانزیټ په برخه کې ستونزې راولاړوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال وايي چې همدې ستونزو افغان سوداګر دې ته اړکړي چې بحر ته د افغانستان د خورا لنډې لارې "کراچۍ" بندر پر ځای د ایران د عباس بندر له لارې سوداګري وکړي.

ښاغلي الکوزي وویل " افغان سوداګر اړ شول چې د کراچۍ له لارې سوداګرۍ ته شا کړي او پرځای یې د چابهار او عباس بندر له لارې خپل ماولونه وطن ته راولي، فعلآ مونږ چې کوم یو نیم کانټینر مال د کراچۍ د بندر له لارې راوړو مونږ ته یو کانټینر د پنځه زرو څخه تر شپږ زرو ډالرو پورې پریوځي، په داسې حال کې چې د بندرعباس له لارې همدا کانټینر په پنځلس ورځو کې په یو زر او څلور سوه ډالرو افغانستان ته رارسیږي ".

خان جان الکوزی وایي، چې که څه هم د کراچۍ لاره ډیره لنډهده، خو په دغه بندر کې پر وخت د مالونو د محصول او نورو کمرکي چارو نه اجرا کیدل پر مالونو د اضافي ډیمریچ سبب ګرځي، چې د عباس بندر پرځای دا لاره دوی ته ډیره ګرانه پریوځي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ په تړون کې یوه مسله چې لا هم په بشپړه توګه تطبیق شوې نه ده، هغه د واګې بندر له لارې هندوستان سره د افغانستان د سوداګرۍ مسله ده.

که څه هم وروسته د اوږد ځنډ څخه پاکستان اوړم کال افغان سوداګرو ته د دې اجازه ورکړه چې په افغان لاریو کې واګې ته خپل مالونه ولیږدوي، خو دغو لاریو ته یې د دې اجازه ورنکړه چې په بیرته په راستنیدو کې هندي مالونه بار او افغانستان ته یې راوړي د همدې له امله دغه لارۍ به تشې بیرته راستندیدلي چې د افغان سوداګرو د وینا له مخې په یو اړخیز ډول د مالونو لیږد ورته اقتصادي نه دی، نو ځکه واګې ته د خپلو لاریو لیږد ته زړه نه ښه کوي.

په تیروڅلوروکلونو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ په سر ستونزو له امله د دغو دوو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ډیره راکمه شوې او اوس په کال کې یو نیم میلیارد ډارو ته رسیدلې ده.

XS
SM
MD
LG