د لاس رسي وړ اتصالات

زاخیلوال: په تورخم د ویزې غوښتنې پریکړه یو طرفه ده


د پاکستان حکومت ټولو هغو کسانو پر مخ د تورخم دروازه تړلې چې پر پاسپورت یې د پاکستان ویزه نه وي لګېدلي.

پاکستان حکومت د بې ویزې خلکو پر مخ د تورخم دروازې دبندښت پرېکړه وروسته له هغې وکړه چې دوه اونۍ وړاندې په دغه سیمه کې افغان ځواکونو د پاکستانو پوله ساتو ځواکونو یوې پوستې ته دسرک د جوړېدو مخه ونیوله.

بلخوا په پاکستان کې د افغانستان سفیر ډاکټر عمر زاخیلوال وايي چې په تورخم د تیریدونکو نه د ویزو د غوښتنې پریکړه یو طرفه ده او په دې اړه دی د پاکستان د چارواکو سره جریان کې دی ،ترڅو معلومه کړي چې پاکستان دا فیصله په څه سبب کړیده.

د پاکستان حکومت ټولو هغو کسانو پر مخ د تورخم دروازه تړلې چې پر پاسپورت یې د پاکستان ویزه نه وي لګېدلي.
د پاکستان حکومت ټولو هغو کسانو پر مخ د تورخم دروازه تړلې چې پر پاسپورت یې د پاکستان ویزه نه وي لګېدلي.

ډاکټر زاخیلوال وايي چې د تورخم د پولې دواړه خوا ته ولسونه د مودو مودو راهسې دغې لارې نه تگ راتگ کوي،په دې جریان کې د دواړو ملکونو ترمنځ مختلفو وختونو کې جنجالونه پیدا شوي،خو د ولسونو تگ راتگ نه دی دریدلی.

پاکستان کې د افغانستان سفیر وايي چې ده د پاکستان چارواکو ته ویلي چې ولسونو د تگ راتگ د لارې موږ هڅه کوله چې نورې شخړې هم سره حل کړو،نو که دغه لاره هم بنده شي نو د نورو مسلو د حل لاره به هم بنده شي.

ډاکټر زاخیلوال په پیښور کې د افغانستان د قونسلگرۍ د بندیدو په اړه د شوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې هغه مسله حل شویده،افغان دیپلوماتو سره چې کوم ناسم چلند شویدی د هغې بخ‍ښنه غوښتل شوې او قونسلگري خپل کار پیل کړیدی.

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:23 0:00
مستقیمه لیکه

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG