د پاکستان د پوځ لوی درستیز، جنرال سید عاصم منیر، په افغانستان کې د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د اسلام اباد او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترمنځ یو انتخاب کړي.
عاصم منیز چې د دوشنبې په ورځ (د ډسمبر اتمه) په راولپنډۍ کې د پاکستان د وسلوال پوځ د نوي مشترکې قومندانۍ په افتتاحیه مراسمو کې خبرې کولې، وویل: "موږ د افغان طالبانو رژیم ته یو واضح پیغام رسولی: هغوی باید د پاکستان او د پاکستاني طالبانو(ټي ټي پې/فتنه الخوارج) ترمنځ یو خوښ کړي."
جنرال منیر د پاکستان ادعا یوځل بیا تکرار کړه او ویې ویل چې افغان طالبانو ټي ټي پي ته پناه ورکړې ده.
عاصم منیر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د راپورونو په اساس تېرشه (د ډسمبر اتمه) یوې وسلوالې ډلې د پاکستان په شمال ختیځ کورمه کې د دغه هېواد په یوې امنیتي پوستې برید کړی چې له امله یې شپږ پاکستاني سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
ځینو رسنیو راپور ورکړی چې د دې برید مسوولیت ټي ټي پي ډلې په غاړه اخیستی او د دې ډلې دوه وسلوال په کې وژل شوي دي.
له هغې وروسته چې افغان طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړ، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلي شوي دي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو په اساس، ټي ټي پي په ۲۰۲۴-۲۰۲۵ کلونو کې څه باندې ۸۰۰ بریدونه په هغه هېواد کې کړي دي.
پاکستان ادعا لري چې ټي ټي پي د دې بریدونو د ترسره کولو لپاره د افغانستان له خاورې څخه استفاده کوي.
د پاکستان د وسلوال پوځ لوی درستیز تر دې مخکې د روان کال په اکتوبر کې ویلي وو چې "د طالبانو رژیم باید سمدستي ترهګرو ډلو ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان په ضد" استفاده وکړي.
د طالبانو حکومت تراوسه د عاصم منیر تازه څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلې، خو تر دې مخکې یې د پاکستان دا ډول ادعاوې رد کړې وې چې افغانستان څخه د پاکستان په ضد استفاده کیږي.
طالبانو ویلي چې هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې د بل هېواد په خلاف فعالیت وکړي.
فورم \ دبحث خونه