د لاس رسي وړ اتصالات

د ملي شورا ټاکنې راتلونکي اوړي/مني کې کیږي


پارلماني ټاکنې باید تیر پسرلي کې ترسره شوې واې
پارلماني ټاکنې باید تیر پسرلي کې ترسره شوې واې

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني ویلي دي چې حکومت تیار دی چې د ولسي جرگې او ولسوالیو شوراگانو ټاکنې د راتلونکي کال په اوړي او مني کې ترسره کړي.

ښاغلي غني د ټاکنیزو اصلاحاتو د ځانگړي کمیسیون او د غوراوي کمیټې له غړو سره په لیدنې کې ویلي چې د قانون له مخې د ټاکنو د ترسره کېدو د دقیقې نېټې ټاکل د ټاکنو د خپلواک کمیسیون صلاحیت دی، چې هغوی به یې مشخص کړي.

ښاغلي غني د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون د وروستي راپور له اوریدو وروسته له غوراوي کمېټې څخه وغوښتل، چې له نن څخه خپل کار په رسمي توگه په بشپړه صلاحیت او شفافیت پیل کړي او د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون وړاندیزونه په پام کې ونیسي.

جمهور رئیس وویل، په ولایتونو کې له بېلابېلو اقشارو سره له پراخو مشورو وروسته یې تصمیم نیولی دی، چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو ترسره کولو پورې ملي شورا (ولسي جرګه او مشرانو جرګه) خپل کار ته دوام ورکړي.

د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون درې میاشتې دمخه خپل کار پیل کړی و او خپل وړاندیزونه یې چې باید په درې مرحلو – لنډمهاله – منځمهاله او اوږدمهاله پړاونو کې ترسره شي د ملي وحدت د حکومت مقاماتو ته وړاندې کړل.

د ملي شورا د اوسنۍ دورې موده د روان میلادي کال په پسرلي کې پاې ته ورسیدل خو ولسمشر غني د یوه فرمان پر بنسټ د قانون جوړونکو ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځاوه.

د ټاکنو کمیسیون وړاندې ویلي وه چې د مالي او تخنیکي امکاناتو د نشتون او د یو لړ نورو ستونزو له کبله پارلماني ټاکنې پر خپل قانوني وخت سږ کال ترسره نشوې.

XS
SM
MD
LG