د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسي جرگې د رئیس د ټاکنې په سر جنجال لا هم روان دی


په ولسي جرګه کې د دغې جرګې د رئیس د ټاکلو پر سر د روان جنجال په دوام نن د ولسي جرګې موقت رئیس د کوچني اختر وروسته په دغه جنجال د بحث د بیا پیلیدو غوښتنه وکړه، خو یو شمیر نورو وکیلانو د دغې غوښتنې سره مخالفت وښود.

د کندهار له ولایت څخه په ولسي جرګه کې یو استازي ګل احمد کمین امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې یو شمیر وکیلان د اختر تروروستیو د پارلمان د بندیدلو د وړاندیز سره موافق نه وو، نو ځکه ترهغې نیټې د پارلمان د تړلو وړاندیز ونه منل شو.

ښاغلي کمین وویل " په رسمي شکل باندې رخصتي نشته سبا بیرته ځو خپل کار ته".

د ولسي جرګې د دارلانشا یو چارواکي هم امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې سبا به پارلمان پرانیستی وي. خو دغه چارواکي وویل، فکر نه کوي، چې ډیر وکیلان به کار ته حاضر شي.

د نږدې دوو اونیو راهیسې، په ولسي جرګه کې د دغې جرګې د رئیس د ټاکلو لپاره ټاکنې جنجالي شوي او وکیلانو په پرله پسې اوږدو بحثونو او غونډو کې رامنځ ته شوې، ستونزې ته د حل په موندلو کې پاتې راغلي دي.

د نږدې دوو اونیو راهیسې، په ولسي جرګه کې د دغې جرګې د رئیس د ټاکلو لپاره ټاکنې جنجالي شوي
د نږدې دوو اونیو راهیسې، په ولسي جرګه کې د دغې جرګې د رئیس د ټاکلو لپاره ټاکنې جنجالي شوي

د کندهار ولایت څخه د ولسي جرګې یو غړی ګل احمد کمین د دې علت د غړو ترمنځ سخت اختلاف ښيي.

دوه اونۍ وړاندې د ولسي جرګې د رئیس د ټاکلو لپاره د ټاکنو پر مهال د ۲۵۰ وکیلانو له ډلې ۲۴۷ تنو خپلې رایې وکارولې، خو په دغو کارول شوو رایو کې پر یوې رایې باندې د تائید د نښې سربیره یوه بله نښه هم شته، چې د وکیلانو ترمنځ د دغه رامنځ ته شوي جنجال سبب شوې ده.

دغې یوې رایې اهمیت په دې کې دی، چې که باطله وشمیرل شي، نو د ولسي جرګې د ریاست لپاره به له سره د دوو نوو نوماندانو ترمنځ ټاکنې وشي او باطله ونه ګڼل شي نو ښاغلی رحماني به د ولسي جرګې رئیس وټاکل شي.

د ولسي جرګې د ریاست لپاره د میر رحمان رحماني او کمال ناصر اصولي ترمنځ په شوو ټاکنو کې ښاغلي رحماني ۱۲۳ او کمال ناصر اصولي ۵۵ رايې ترلاسه کړې وې.

د ټاکنو د څار د ادارو یو شمیر چارواکي وايي، چې د ولسي جرګې د کورنۍ کړنلارې په اړه د نوو وکیلانو بې خبري او ددوو ګروپونو سربیره د بې طرفو په نوم د ډلو جوړیدلو د دغه بهیر د اوږدیدو سبب شوی دی.

د شفافو او عادلانه ټاکنو د څار د ادارې اجرائیوي رئیس یوسف رشید امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د دغو عواملو سربیره یو شمیر وکیلان هم غواړي، چې دا بهیر د ناکامۍ سره مخ شي او د بهیر په اوږدیدو سره هغوی خپلې ګټې ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG