د لاس رسي وړ اتصالات

سترې محکمې ته لومړنۍ ښځینه کاندیده رد شوه


د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې ۱۹۲ وکیلانو حضور درلود چې نوماندانو د وکیلانو ۹۷ مثبتو رایو ته اړتیا درلوده.
د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې ۱۹۲ وکیلانو حضور درلود چې نوماندانو د وکیلانو ۹۷ مثبتو رایو ته اړتیا درلوده.

ولسي جرګې د سترې محکمې د عالي شورا د غړیتوب لپاره نوماندې انیسې رسولي ته، چې د افغانستان په تاریخ کې د سترې محکمې غړیتوب لپاره لومړنۍ نومانده وه د باور رایه ورنکړه، خو د سترې محکمې عالی شورا غړیتوب ته بل نوماند سید یوسف حلیم او د افغانستان بانک ریاست ته نوماند خلیل الله بیا د ولسي جرګې د تائید وړ وګرځیدل.

د افغانستان ولسي جرګې سید یوسف حلیم په ۱۰۳ رایو د سترې محکمې غړیتوب ته تائید کړ او خلیل الله صدیق په ۱۰۰ رایو د افغانستان بانک رئیس شو. خو انیسه رسولي د ۸۸ رایو په اخیستو د سترې محکمې د عالي شورا غړیتوب تر لاسه نکړ.

د ولسي جرګې مرستیال عبدالظاهر قدیر د رایو د پایلې د اعلان پر مهال وویل "د محترمې قضاوتمل انیسې رسولي د تائید رایې ۸۸، د رد رایې ۸۳، باطلې رایې ۷ او سپینې ۱۴ نتیجه یې دا چې تائید نشوه."

د ولسي جرګې په دې غونډه کې ۱۹۲ وکیلانو حضور درلود چې د سترې محکمې د عالي شورا غړیتوب او د افغانستان بانک ریاست ته نوماندانو د وکیلانو ۹۷ مثبتو رایو ته اړتیا درلوده.

د ولسي جرګې غړې شکریې بارکزۍ انیسې رسولي ته د باور رایې نه ورکولو په غبرګون کلکه نیوکه وکړه او د وکیلانو دا عمل یې د ښځو پر وړاندې جفا وباله.

میرمن بارکزۍ له ولسمشر څخه وغوښتل چې د سترې محکمې د عالي شورا غړیتوب ته بیا یوه میرمن معرفي کړي.

هغې وویل "له لسو کلونو راهیسې موږ له یوې ښځې ملاتړ کوو چې د سترې محکمې په عالي شورا کې غړې شي، هغه جفا چې نن زموږ د دې خور په حق کې د رایې اخیستنې پر مهال وشوه، زه هیله‌منده یم چې ولسمشر یوه بله میرمن معرفي کړي او دا جفا بیا ورسره ونشي."

خو د ولسي جرګې بله غړۍ ډاکټر ګلالی نور صافی بیا د وکیلانو لخوا انیسې رسولي ته د ۸۸ رایو ورکول یو مثبت ګام ګڼي او وايی، داسې وړاندوینه نه کیده چې میرمن رسولي به دومره زیاتې رایې وګټي.

میرمن صافۍ وویل دا به سمه نه وي چې ووایو وکیلانو د دې لپاره میرمن رسولي ته رایه ورنکړه چې هغه یو ښځه ده.

هغې وویل "خوشبختانه ډیرو سنتي خلکو دې ته رایه ورکړه چې ما هیڅ باور نه درلود، حتا یو تعداد دومره شهامت کاوه چې خپله رایه یې ښودله چې دا دی ګوره زه دې ښځې ته رایه ورکوم، ډير منفي باید و نه غږیږو زه خواشينې کیږم که څوک ووایي چې هغې فقط د دې لپاره رایه وانخیسته چې یوه ښځه وه."

د افغانستان د سترې محکمې عالي شورا ۹ غړي لري چې د افغانستان د اساسي قانون له مخې د دغې شورا غړي د ولسمشر له‌خوا ولسي جرګې ته معرفي کیږي او د باور رایې په اخیستلو سره د سترې محکمې د عالي شورا غړیتوب ترلاسه کوي.

تر اوسه په افغانستان کې ښځو ته د سترې محکمې د عالي شورا غړیتوب نه دی ورړکړل شوی خو د لومړي ځل لپاره افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دغې شورا غړیتوب ته یوه میرمن ونوموله، چې د وکیلانو له‌خوا تائید نه‌شوه.

XS
SM
MD
LG