د لاس رسي وړ اتصالات

د پاسپورت ریاست او د ورځې لس زره غوښتنلیکونه


افغانستان سږکال د نوي پاسپورتونو ویش پیل کړل
افغانستان سږکال د نوي پاسپورتونو ویش پیل کړل

په کابل کې هره ورځ سلګونه خلک د پاسپورټ د دفتر مختې ولاړ وي. اکثره دغه کسان پاسپورټ ددې لپاره اخلي چې خارج ته ولاړ شي، دوی وایي چې بې روزګاري، نا امني او نامعلومه راتلونکي هغه څه دي چې دوي د هیواد پرېښودو ته اړ کوي.

رضوان الله چې د ډایکنډي ولایت اوسیدنکي دی، وایي "زمونږ په سیمې کې کاروبار نشته دی. دا پاسپورټ اخلم او کومې خوا ته ځم او غواړم چې کورنۍ ته مې یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړم."

د غزني ولایت اوسیدونکی محمد امان بیا شکایت لري چې د پاسپورټ په ویش کې د عدالت نه کار نه اخیستل کیږي" د خلکو کارونه ژر نه خلاصیږي، تاسو دلته میرمنې هم وینئ چې زیات په تکلیف کې دي. "

د افغانستان د پاسپورت د ادارې رئیس، جنرال سید عمر صبور وایي " په تیر یو نیم کال کې شپږ سوه زره خلکو الکترونیکی پاسپورتونه اخیستي دي. "

هغه وایي چې همدا اوس شاوخوا پنځوس زره کسانو د پاسپورټ د اخیستلو لپاره عریضې ورکړیدي خو دوي توان نلري چې دومره زیات پاسپورټونه چاپ او خلکو ته یې ورکړي.

جنرال سید صبور وایي چې هره ورځ هغوي ته د الکترونیکي پاسپورټ د اخیستلو لپاره د اتو زرو نه نیولې تر لسو زرو پورې عریضي راځي " یو نفر باید چې څلویښت ورځې انتظار وباسي چې نوبت یې راشي، بیا مونږ کولی شو چې یوازې په دریو ورځو کې د هغوي پاسپورټ تیار کړو. که زمونږ د دستګا ملاتړ ونشي او تقویه نشي، زه فکر کوم چې زمونږ اداره به نورې ستونزې هم پیدا کړي. "

د پاسپورټ د دفتر کارکوونکي په دوه شفټونو کې کار کوي خو بیا هم نشي کولی چې د ټولو خلکو ضرورتونه ورپوره کړي.

دوي وایي چې خلکو ګڼه ګوڼې یې ژوند سخت کړی هغه وايي " ناټو او امریکا راسره ژمنه کړې چې د اختر نه وروسته به ځینې ماشینونه مونږ ته د جرمني نه راوړي. د دغو ماشینو په راتګ سره به مونږ وکړای شو چې په یوه ورځ کې لږ تر لږه څلور زره پاسپورټونه چاپ او توضیع کړو. "

درې کاله کیږي چې په افغانستان کې د الکترونیکي پاسپورټونو ویش پیل شوی. پدې پاسپورټونو کې شخصي معلومات د بایو میټرک د سیستم له لارې ثبتیږي چې د جعل کارۍ مخه پکې تر ډیره حده نیول شویده.

په افغانستان کې خلک تر څو چې مجور نشي، پاسپورټ نه اخلي خو هغوي هیله لري چې په هیواد کې وضعیت ښه شي او نور دیته اړ نشي چې په اوږدو لاینونو کې د پاسپورټ اخیستو ته ودریږي.

XS
SM
MD
LG