د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت له طالبانو سره د دویم اوربند لپاره چمتوالی نیسي


د افغانستان حکومت د لومړي ځل لپاره د روژې له ۲۷ ورځې څخه د اختر تر پنځمې ورځې پورې له طالبانو سره اوربند اعلان کړی و
د افغانستان حکومت د لومړي ځل لپاره د روژې له ۲۷ ورځې څخه د اختر تر پنځمې ورځې پورې له طالبانو سره اوربند اعلان کړی و

د افغانستان د ملي دفاع وزير وایې چې په نږدې راتلونکې کې به بیا حکومت له طالبانو سره اوربند اعلان کړي.

طارق شاه بهرامي چې په افغانستان کې د نړېوالو قواوو د عمومي قوماندان په ملتیا پکتیا ولایت ته په سفر تللی، ویلي چې ټولې حکومتې ادارې باید د دویم اوربند د عملي کولو لپاره چمتوالی ولري.

بهرامي وویل: "نږدې راتلونکې کې ممکن له وسله والو طالبانو سره دويم اوربند اعلان شي. زموږ امنيتي ځواکونه او محلي ادارې بايد ورته پوره چمتووالی ولري."

د افغانستان حکومت د لومړي ځل لپاره د روژې له ۲۷ ورځې څخه د اختر تر پنځمې ورځې پورې له طالبانو سره اوربند اعلان کړ. په مقابل کې یې طالبانو یواځې د اختر په دریو ورځو کې اوربند مراعات کړ.

د قاطع ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن د پکتیا په مرکز ګردېز کې یوې لویې امنیتي غونډې ته د وینا په ترڅ کې د اوربند د مراعات کولو په خاطر له افغان طالبانو څخه مننه وکړه.

نېکلسن وویل چې لومړني اوربند وښودله چې "افغانان سولې ته زیات هيله من دي."

نېکلسن زیاته کړه چې نړېواله ټولنه د افغانستان د سولې له بهېر څخه ملاتړ کوي.

د افغانستان حکومت او نړېوال پوځیان په داسې حال کې د بل اوربند خبره کوي چې طالبانو له یو شمېر امریکایانو سره په افغانستان، قطر او متحده عربي اماراتو کې د مخامخ مذاکراتو خبر ورکړی دی.

طالب سرچېنو د امریکا ان بي سي خبري شبکې ته ویلي چې له امریکايي استازو یې د مجلس فضا دوستانه ده.

XS
SM
MD
LG