د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو سره د سولې مخامخ خبرې پیلیږي


د سولې د عالي شورا غړي عبدالخالق حُسیني پشه يي امریکا غږ آشنا راډيو ته وویل چې د دغو مذاکراتو د پيلېدو کره نیټه او ځای لا تراوسه ټاکل شوې نه دی او په اړه یې خبرې روانې دي.

هغه وویل "د طالبانو سره مخامخ خبرې یو میاشت وروسته شاید د حمل په میاشت کې مخامخ خبرې شروع شي خو دقیقاً ځای او نیټه یې لا تراوسه نه ده معلوم خو، د ځای په هکله داسې ویلی شم چې یا به په چین کې وي، یا به په ابو ظبي کې وي، یا به په اسلام آباد کې وي او یا به په کابل کې وي خو ډیره ترجیح ورکول کیږي چې باید دغه مذاکرات په کابل کې وي."

په همدې توګه د سولې د عالي شورا بل غړی مولوي شفیع الله وايي چې د سولې د مذاکراتو د څرنګوالي پر سر لا هم خبرې روانې دي او افغان حکومت د ټولنې له بیلابیلو قشرونو سره پر سلاءمشورو بوخت دی.

مولوي شفیع الله وویل چې د طالبانو لخوا هم په افغانستان کې د سولې د خبرو لپاره لیوالتیا ښودل شوې ده.

که څه هم ښاغلي شفیع الله په دې اړه د زیاتو معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه خو عبدالخالق حُسیني پشه يي بیاد یوې پوښتنې په ځواب کې چې له طالبانو سره مذاکرات به په کومه کچه وي؟ وویل:

"په دې اړه خبرې روانې دي،چې په کوم سطحه باندې دا خبرې له طالبانو سره شروع شي، تر اوسه پورې نه دی معلوم چې په کوم کچه به له دولت او د سولې له عالي شورا سره خبرې کوي، په دې اړه به په ډير لنډ وخت کې مطبوعاتو ته معلومات ورکړل شي."

د سولې د عالي شورا دغه غړي وویل چې په افغانستان کې د سولې د راوستلو په برخه کې د پاکستان په سیاست کې هم مثبت بدلون راغلی او هغوی هم غواړي چې په افغانستان کې سوله ټینګه شي.

دغه راز، عبدالخالق حُسیني پشه يي وویل چې د افغانستان او پاکستان د حکومتونو تر منځ اړیکو کې هم د پام وړ ښه والی راغلی دی او ډاډ یې څرګند کړ چې له طالبانو سره راتلونکي مذاکرات به مثبتې پایلې ولري.

د افغانستان لوړپوړي حکومتي چارواکي هم وايي، چې د پخوا په پرتله افغانستان ته د سولې د راوستلو لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.

تیره ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا له دفاع وزیر اشتن کارتر سره یوې ګډې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې اوسمهال د افغانستان د سولې خبرې د بل هر وخت په پرتله په سم مسیر روانې دي.

خو ښاغلي غني د سولې په بهیر کې قاطع ځواب خطرناک وباله او و یې ویل چې سوله هغه مهال راتلی شي چې د ټولو خواوو د ستونزو پر سر سلاء وشي.

د افغانستان د سولې خبرې چې له اوږدې مودې راهیسې په ټپه ولاړې وې وروسته له هغې یو ځل بیا زور اخیستی چې تیره اونۍ د پاکستان لوړ پوړي پوځي او استخباراتي چارواکي کابل ته سفر وکړ او افغان حکومت سره یې په دغه هیواد کې د سولې د راوستلو په باب پر خپلو مرستو ټينګار وکړ.

په دغه سفر کې د پاکستان د پوځ مشر راحیل شریف افغان حکومتي چارواکو ته ویلي وو چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو دي.

له دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې امریکا له طالبانو سره په قطر کې د سولې خبرې پيل کړي دي خو افغان حکومت په دې اړه د رسنیو راپورونه رد او هغه یې ګونګوسې او آوازې وګڼلې.

بلخوا طالبانو هم لا تر اوسه په رسمي ډول له افغان حکومت او یا نورو لوریو سره د سولې د خبرو پيلېدل تائید کړي نه دي.

XS
SM
MD
LG