د لاس رسي وړ اتصالات

رباني:د سیمې هېوادونه دې طالبان د سولې خبرو ته کینوي


افغان حکومت وايي، نړېواله ټولنه دې د سیمې پر هیوادونو فشار راوړي، چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته حاضر کړي.

دا څرګندونې د افغانستان د بهرنیو چارو زویر صلاح‌الدین رباني د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري سره د شنبې په کابل کې د افغانستان او امریکا تر منځ د استراتيژیکو همکاریو د سند د ارزونې د دوه اړخیز کمیسیون په درېیمه غونډه کې کړې دي.

په دې غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني وویل، که چیرې طالبان د سولې په مخامخ خبرو کې ګډون ونکړي نو د افغان حکومت دا هڅې به پایلې و نه لري.

ښاغلي رباني وویل"زموږ هڅې به ګټورې نه وي تر هغې چې طالبان د مذاکرې میز ته حاضر نشي، موږ په دې باور یو چې نړیواله ټولنه په دې برخه کې مرسته کولی شي، چې د سیمې یو شمیر هیوادونه وهڅوي تر څو طالبان له افغان حکومت سره په مستقیمه توګه د مذاکراتو میز ته حاضر کړي."

نوموړي د کابل او واشنګټن تر منځ د استراتيژیکو همکاریو د تړون پر چټک پلي کولو ټینګار وکړ، چې له مخې یې د دواړو هیوادونو په مخ کې د ګډو ګواښونو پر وړاندې په سمه توګه مقابله ترسره شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د شنبي په ماسپښین په یو نااعلان شوي سفر کابل ته رسيدلی دی، هغه وویل، امریکا د یو خپلواک او ډیموکراټ افغانستان ملاتړ کوي او له کابل سره به خپلې همکارې لا زیاتې کړي.

ښاغلي کري د داعش ډله د افغانستان او امریکا لپاره یو جدي ګواښ وباله او پر وړاندې یې د دواړو هیوادونو پر ګډې مبارزې ټینګار وکړ.

هغه د وسله‌والو ډلو پر وړاندې په خپلواکه توګه د افغان امنیتي ځواکونو مبارزه وستایله او وویل "په دې کې د شک هیڅ ځای نشته چې افغان امنیتي ځواکونه په تیرو څوو کلونو کې زیات پیاوړي او مسلکي شوي دي، دوی جګړه وکړه، قرباني يې ورکړه او استقامت یې وکړ، موږ به له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړو ځکه چط افغانان ارداده لري چې تروریستانو ته په خپل هیواد کې پټنځایونه ور نه کړي."

د کابل او واشنګټن تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو سند، چې په ۲۰۱۲ کال کې پخواني ولسمشر حامد کرزي او د امریکا ولسمشر بارک اوباما لاسیک کړ، په کې د سولې سربیره امنیتي، دفاعي، اقتصادي او ټولنیز مسائل هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG