د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان حکومت له مشارکت پرته دوامداره سوله ناممکنه ده- ناټو


د ناټو سرمنشي په بروګس کې وویل چې باید د سولې په خبرو کې افغان حکومت ژر تر ژره دخیل کړل شي
د ناټو سرمنشي په بروګس کې وویل چې باید د سولې په خبرو کې افغان حکومت ژر تر ژره دخیل کړل شي

د ناټو سرمنشي ینزستولتنبرګ وايي چې د افغانستان حکومت باید ژر تر ژره د سولې په روانو مذاکراتو کې دخیل کړل شي.

ښاغلي ستولتنبرګ په بروګسل کې د پنجشنبې په ورځ (فبروري۱۴) په یو خبري کنفرانس کې د سولې په روانو مذاکراتو کې د افغان حکومت د اساسي او مهم رول غوښتنه وکړه.

له وسله والو طالبانو سره د امریکایي استازو مخامخ خبرې له څه مودې راهېسې پیل شوي دي او په دغو خبرو کې د پرمختګ راپورونه هم ورکړل شوي دي.

ټاکل شوې ده چې د همدغې میاشتې په ۱۸ نیټه په اسلام اباد کې طالب استازي له امریکایي استازو او د پاکستان له لومړي وزیر صدراعظم سره هم وویني.

ښاغلي ستوتنبرګ وویل د سولې د روانو مذاکراتو د پایلو په اړه وړاندوینه ناممکنه ده خو وايي له طالبانو سره د امریکا د خبرو هدف بین الافغاني مذاکراتو ته لار پرانیستل دي.

د ناټو سرمنشي ټېنګار وکړ چې په روانو مذاکراتو کې د افغان حکومت له اساسي رول پرته په افغانستان کې دومداره سولې ته رسېدل ناممکن ښکاري.

د ناټو سازمان غونډه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:04 0:00

ټاکل شوې د ( فبرورۍ په ۱۵ او ۱۶) نیټه د جرمني په مونشن کې د نړۍ د مشرانو په ګډون کلنۍ امنیتي غونډه وشي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د نړۍ نور مشران دغې غونډې کې د ګډون لپاره مونشن ته تللي دي.

د مونشن غونډې ترڅنګ ټاکل شوې چې ولسمشر غني د یوه آزاد بحث مشري هم وکړي په دغه بحث کې به د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم ګډون وکړي.

د معلوماتو پر اساس ولسمشر غني به په افغانستان کې د روانو حالاتو او د سولې د خبرو په هکله ګډون والو ته معلومات ورکړي.

XS
SM
MD
LG