د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايي ملا برادر د یوناما له مشر سره لیدلي


یوناما وايي د طالبانو له مشرانو سره یې وخت ناوخت خبرې کړي دي
یوناما وايي د طالبانو له مشرانو سره یې وخت ناوخت خبرې کړي دي

وسله وال طالبان وايي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي د دفتر (یوناما) مشر تدامیچي یاماماتو او په قطر کې د طالبانو د دفتر مشر ملابرادر د سولې د" مذاکراتو په روانه پروسه او ملکي تلفاتو" په اړه خبرې کړي دي.

طالبانو په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دوې دواړو په قطر کې سره لیدلي دي خو د لیدلو دقیق ځای او وخت یې نه دی ښودلی. د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ له مخامخ خبرو وروسته دا ښايي لومړی ځل وي چې طالبان وايي د قطر د دفتر مشر یې د یوناما له مشر سره ویني.

په کابل کې د یوناما مطبوعاتي دفتر امریکا غږ اشنا ته په یو ایمیل کې لیکلي دي چې یوناما له طالبانو او طالب مشرانو سره وخت ناوخت په افغانستان کې د جګړې د کمولو او سولې په اړه خبرې کړي دي خو د دغه وروستي ملاقات په اړه یې په مشخصه توګه څه نه دي وئیلي.

د طالبانو اعلامیه وايي چې دواړه خواوو په افغانستان کې د ملکي تلفاتو او د هغه د مخنیوي پر لارو چارو هم خبرې کړي دي. د دوی ترمنځ دا خبرې داسې مهال شوي دي چې یوناما د چهارشنبې په ورځ (اپریل۲۴) په روانو جګړو کې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه راپور خپور کړی.

د روان ۲۰۱۹ کال په لومړیو درې میاشتو کې د تاوتریخوالي په پېښو کې ۵۸۱ ملکیان وژل شوي او ۱۱۹۲ نور ټپيان شوي دي.

یوناما د چهارشنبې په ورځ د(غويي میاشتې پر ۴مه) په خپل راپور کې ویلي چې په دغو کسانو کې ۱۵۰ ماشومان وژل شوي او ۴۳۲ نور ټپيان شوي دي.

راپور وايي چې د یادو تلفاتو ۳۴ سلنه د حکومت ملاتړو ځواکونو، ۳۹ سلنه د طالبانو، ۱۲سلنه د داعش او ۳ سلنه نور د ناڅرګندو ډلو لخوا اوښتي دي.

XS
SM
MD
LG