د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد: طالبان وايي اوربند د خبرو په اجنډا کې شامل نه دی


​خلیلزاد دا مهال د سیمې ځینو هېوادونو ته په سفر دی چې د افغان سولې لپاره ملاتړ ترلاسه کړي
​خلیلزاد دا مهال د سیمې ځینو هېوادونو ته په سفر دی چې د افغان سولې لپاره ملاتړ ترلاسه کړي

د افغانستان د سولې او بیا پخلاینې لپاره د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ولسي افغانانو په تلفاتو اندېښنه ښودلې ده.

ښاغلي خلیلزاد د ولسي تلفاتو په اړه د یوناما راپور ته په کتو هيله ښودلې ده چې په راتلونکي کې دا تلفات ختم او یا کم شي.

نوموړي په خپل ټویټر کې لیکلي دي "طالبان وایي، اوربند د مذاکراتو په اجنډا کې نشته، خو زموږ لپاره سوله اجنډا ده. افغانانو ډېرې جګړې وګاللې او اوس د جنګ پای غواړي. متحده ایالتونه له هغوی سره دي. زه طالبان هڅوم چې له نورو افغانانو سره په ګډه دا کال د سولې کال کړي."

زلمی خلیلزاد دا مهال افغانستان او د سیمې ځینو نورو هېوادونو ته په سفر دی چې د افغان سولې لپاره ملاتړ ترلاسه کړي. ټاکل شوې چې په قطر کې بیا د ښاغلي خلیلزاد او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرې وشي. امریکايي چارواکي وايي په تېرو خبرو کې پرمختګونه شوي خو لا کوم تړون نه دی شوی.

نوموړی داسې مهال په افغانستان کې پر ملکي تلفاتو خواشينې ښودلې ده چې یوناما وايي د روان ۲۰۱۹ کال په لومړیو درې میاشتو کې د تاوتریخوالي په پېښو کې ۵۸۱ ملکیان وژل شوي او ۱۱۹۲ نور ټپيان شوي دي.

یوناما د چهارشنبې په ورځ د (غويي میاشتې پر ۴مه) په خپل راپور کې ویلي په دغو کسانو کې ۱۵۰ ماشومان هم وژل شوي او او ۴۳۲ نور ټپيان شوي دي.

راپور وايي چې د یادو تلفاتو ۳۴ سلنه د حکومت ملاتړو ځواکونو، ۳۹ سلنه د طالبانو، ۱۲سلنه د داعش او ۳ سلنه نور د ناڅرګندو ډلو لخوا اوښتي دي.

XS
SM
MD
LG