د لاس رسي وړ اتصالات

په قطر کې د افغانستان په سولې درې ورځنۍ غونډه کیږي


د افغانستان د سولې د چارو وزارت وایي ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې په هکله د قطر په کوربتوب او د ملګرو ملتونو او د امریکا د متحده ایالاتو په همکارۍ په دوحه کې یوه درې ورځنۍ غونډه وشي.

ددې وزارت ویاندې نجیبه انوري د دوشنبې په ورځ اګست ۹ (زمري ۱۸) خبریالانو ته وویل چې دغه غونډه سبا د سه شنبې په ورځ پیل کیږي او درې ورځې به دوام وکړي.

میرمن انوري زیاته کړه چې پدې غونډه کې به د افغانستان د حکومت په استازیتوب د افغانستان د مصالحې د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکره کوونکي هیات رئیس معصوم ستانکزی او د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري ګډون وکړي.

ویل شوي چې پدې غونډه کې به د طالبانو استازي هم برخه واخلي.

میرمن انوري زیاته کړه: "دغه غونډه د افغانستان په سوله کې د ښکیلو هیوادونو سره د هما هنګۍ، د سولې د مذاکراتو د چټکولو او په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي د بندیدو په هدف جوړیږي."

دا پداسې حال کې دي چې په زیات شمیر ولایتونو کې د طالبانو د بریدونو په زیاتیدو سره ددې هیواد د سولې بهیر په "ټپه" دریدلی او د څو اونیو راهیسې د دواړو اړخونو هیتونو سره ندي کتلي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د طالبانو د ډلې د هیتونو وروستۍ لیدنه کتنه چې مصالحې د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله او یو شمیر افغان سیاستوالو په کې برخه درلودله چې د جولای په ۱۸ او ۱۹ په قطر کې وشوه.

ددې غونډې په پای کې د دواړو غاړو هیتونو یوه ګډه اعلامیه خپره کړه او د سولې د مذاکراتو په چټکوالي او تداوم یې ټینګار وکړ.

دواړو خواو همداشان ژمنه کړې وه چې د افغانستان د زیربناو د تخریب او د ملکي وګړو د تلفاتو مخنیوی به کوي.

XS
SM
MD
LG