مشهور امریکايي عکاس رابرټ نېکلیس برګ چې څو لسیزې یې د افغانستان ناورین او جګړې په خپلې کمرې عکاسي کړي، وايي افغانستان له یوه نامعلوم حالت سره مخ دی.
ښاغلی رابرټ وایې چې افغانستان ښکلي او له فرهنګي لحاظه یو بډایه هېواد دی.
دی وایې چې په افغانستان کې "مسایل په سیاسي لحاظ ندي حل شوي او خلک د نامعلومې ایندې په هکله نه پوهېږي."
رابرت نکلس برګ له ۱۹۸۸ کال راهیسې تر اوسه په افغانستان کې په عکاسۍ بوخت دی. هغه ۳۰ کاله د ټایم مجلې ته کار کړی دی او عکسونه یې د نیویارک ټایمر د لنز ویبلاګ، نیوزویک مجلې، وال سټریټ، فایننشیل ټایمز، سي این این او این بي سي رسنیو لخوا خپاره شوي دي.
نېکلیس برګ هغه عکاس دی، چې په اتیاېمې او نوییمې لسیزې کې یې د شوروي اتحاد سره د جګړې، کورنۍ جګړې او په هېواد کې د سیاسي تحولاتو تصویرونه نړۍ ته ښکاره کړي دي.
دغه عکاس دوه کتابونه لیکلي دي. په لومړی کتاب کې یې د افغانستان د جګړو عکسونه شته او بل کتاب یې د افغانستان پر تاریخي اثارو لیکلی دی.
دویم کتاب یې په کابل کې د امریکا د سفارت په مرسته خپور شوی دی.ددغه کتاب یو شمیر عکسونه د پنجشنبې په ورځ (سپټمبر ۲۰) د امریکا سفارت په انګړ کې نندارې ته وړاندې شول.
په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس وایې "معمولا د تشدد، جګړو، سیاسي او د رسنیو په سرټکو خبرې کوو، خو نن زمونږ د هغو ملګرو په کار خبرې کوو چې د رابرټ نېکلیس برګ په انځورونو کې منعکس شوي دي."