د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان دریو جنوبي ولایاتو ته نوي پولیس ګمارل شوي


Archive
Archive
د افغانستان په جنوب کي د ۳ ولایتونو لپاره په سل ګونو نوي روزل شوي پوليس په دنده وګمارل شول . امنیتي مقامات هیله ښيي چي تازه روزل شوي پوليس به د را روانو ټولټاکنو د امنیت په خوندي ساتلو کي ګټور ګامونه واخلي.

د جنوبي ولایاتو یو شمېر سیمي له امنیتي اړخه چندان ډاډه نه ښکاري او اوسیدونکي يې وايي چي ممکن ځیني کسان د امنیتي اندېښنو له کبله خپلي رايې ونه کارول شي .


خو د افغان نظامي ښونکو په مټ روزل شویو ۲۲۹ تنو پوليس چي څه باندي سل تنه يې افسران او پاتي يې سرتیري دي ، د نورو نظامي زده کړو تر څنګ په ټاکنو کي د ډاډ من امنیت لپاره هم خاص مهارتونه زده کړي دي .

فارغ شويو پوليسو د ۱۳ اونیو په ترڅ کې خپلي زده کړې پای ته رسولي .دوي د زابل ، اروزګان او کندهار په ولایتونو او د سرحدي پوليسو د دریم جنوبي زون تر ماموریت لاندي سیمو کي دندي لري.

په جنوب کي د پوليسو د تعلیمي مرکزونو مشر مل پاسوال نصرالله ظریفي وايي چي فارغ شوي پوليس به د را روانو ټولټاکنو د امنیت ساتلو په برخه کي ډیر اغیزمن ثابت شي. هغه داسي وايي: ،، په جنوب کي د پوليسو مقامات وايي چي تازه فارغ شوي پوليس سرتیري به د را روانو ټولټاکنو د امنیت د خوندیتوب لپاره له خپلو تر لاسه کړو مهارتونو څخه ګټه واخلي . پدغه موده کي مو د هیواد د پچیانو داسي روزنه کړې چي هم له فزیکي پلوه ، هم له رواني پلوه ، د بشر حقوق ، نظامي زده کړي ، د تلاشیو اخیستل او ځیني نوري مهمي زده کړي چي دیوه پوليس لپاره اړیني دي موږ تدریس کړي ،،.

جنرال ظریفي وايي چي فارغ شویو پوليسو ته يې لوړه ورکړې چي د ټولني د ټولو وګړو بشپړه درناوی به کوي او د هیوادنۍ ګټو د ساتلو لپاره به خپلي ټولي هڅي جاري ساتي .
امنیتي مقامات ډاډ څرګندوي چي پوليس له مسلکي پلوه ډیر پیاوړي شوي او هغه هدفونه چي د مسئولینو له لوري ورته ټاکل کیږي په اسانۍ سره تر لاسه کولای شي .

له دې سره پر یوه وخت د پوليسو په یاد روزنیز مرکز کي ۲۵۰ تنو نورو پوليسو خپلي زده کړي پیل کړې چي شل تنه پکښې ښځینه پوليسي دي .
  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG